منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۸ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د ١٩ کلنو لوبډلو د اسيا ايليټ کپ مهالوېش اعلان شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

کابل (پژواک ٢٢ ورى ٩٢): په ماليزيا کې د اسيا د ١٩ کلنو لوبډلو د ايليټ کپ سياليو مهالوېش د ماليزيا کرکټ ادارې له خوا اعلان شو.

په دغو سياليو کې د اسيا لس لوبډلې ګډون کوي، چې په دوو ګروپونو کې وېشل شوې دي:

په الف ګروپ کې د افغانستان، هانګ کانګ، متحده عربي امارات، تايلينډ او سعودي عربستان او په ب ګروپ کې د نيپال، قطر، بحرين، ماليزيا او کويټ لوبډلې شاملې دي.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مهالوېش له مخې په دغو سياليو کې ګډون کوونکې لوبډلې به د ٢٠١٣ زېږديز کال د مې په لومړۍ نېټه د ماليزيا پلازمېنه کواللمپور ته ورسېږي.

هغه زياته کړه، د مې په دويمه نېټه به د کرکټ د مسوولينو، کپتانانو او د لوبډلو د منېجرانو ترمنځ غونډه جوړېږي او لوبډلې به خپل تمرينات ترسره کوي.

 د نوموړي په وينا، دا سيالۍ د مې په درېيمه پيلېږي. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه په همدې ورځ له سعودي عربستان سره، د مې په څلورمه له متحده عربي اماراتو، د مې په شپږمه له تايلينډ او د مې په اوومه به خپله وروستۍ لوبه له هانګ کانګ سره ترسره کړي.

 د مې په لسمه به د دغو سياليو سيمي فاينل يا نيمه پايلوبې او په يوولسمه نېټه به پاى لوبه ترسره شي، د مې په ١٢مه به لوبډلې بېرته د خپلو هېوادونو په لوري وخوځېږي.

هوتک وويل، چې دا لوبې د ماليزيا پر وخت د سهار په نهه نيمو بجو چې د افغانستان د سهار له شپږو بجو سره سمون خوري، پيلېږي.

د دغو سياليو ګټونکې لوبډله به د ٢٠١٤ کال د ١٩کلنو لوبډلو په نړيوال جام کې، چې په اماراتو کې ترسره کېږي، ګډون کوي، امارات د کوربه هېواد په توګه لا دمخه د ١٩ کلنو نړيوال جام ته لاره پيدا کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد وايي، چې د ١٩ کلنو لوبډله له تېرو دوو مياشتو راهيسې د ماليزيا سياليو لپاره تياريانې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د همدې موخې لپاره د ١٩ کلنو لوبډله د پاکستان په لاهور ښار کې په تمريناتو، روزنې او له ځايي لوبډلو سره په تمريناتي سياليو بوخته ده.

ډاکټر مراد هيله څرګنده کړه، چې د ١٩ کلنو لوبډله به د ماليزيا په سياليو کې خپله وړتيا وښيي او نړيوال جام ته به لاره پيدا کړي.