تالقان (پژواک ٢٧ ورى ٩٢): د تخار ولايت د مستوفيت په عوايدو کې ٤٧ ميليونه افغانۍ زياتوالى راغلى او علت يې له عوايدو څخه د تېښتې په مخنيوي کې د عدلي او قضايي بنسټونو په ګډون د دولتي ادارو همکاري ده.
د تخار ولايت مستوفي محمد صادق فياض وايي، چې د ١٣٩١ کال د مستوفيت عوايد له ١٩٧ ميليون افغانيو څخه زيات و، په داسې حال کې، چې د تېر کال عوايد ١٥٠ ميليونه افغانۍ وو.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امنيت د ښه والي او د عدلي او قضايي بنسټونو په ګډون د دولتي ادارو مرستې له عوايدو څخه د تېښتې په ځانګړي ډول د ماليو په راټولولو، د عوايدو د زياتېدو سبب شوى او دغه فشارونه د ماليو پر وخت راټولولو لامل شوي دي.
د تخار مستوفي زياته کړه: ” موږ د مامورينو د معاشونو له ماليې، له ساختماني پروژو، شرکتونو، د ښار له اصنافو، د جايدادونو له مالکانو، محکمو، څارنوالۍ، عدليې، زراعت، ګمرک او کانونو څخه دغه عوايد د دولت حساب ته لېږو.”
د هغه په وينا، بله برخه ماليات يې له دوکانونو، سرايونو، حمامونو، د تېلو له پمپونو، سوداګريزو مارکېټونو او درملنو څخه راټول کړي او خلکو هم په ټاکلي وخت بانک ته تحويل کړي دي.
فياض زياته کړه، د ماليې وزارت د پلان له مخې، د تخار مستوفيت سږ کال بايد ٣١٠ ميليون افغانۍ ماليات تر لاسه کړي، خو ويې ويل، چې ددغه ولايت وړوکوالي ته په پام سره دغه پيسې هم ډېرې دي، له دې سره سره بيا هم د دغه پلان د عملي کولو هڅه کوي.
په ورته وخت کې ځينې ماليه ورکوونکي وايي، چې ماليه د دولت حق دى او دوى د هغو په ورکولو کې کومه ستونزه نه ويني، خو دولت هم بايد د خلکو پر وړاندې خپله دنده په ښه توګه تر سره کړي.
د تخار مرکز تالقانو ښار يوه درمل پلورونکي نعمت الله پژواک ته وويل: ” موږ دولت ته په ټاکلي وخت خپله ماليه سپارو، خو په بدل کې يې له دولت څخه غواړو، چې دغه پېسې خلکو ته د ټولګټو پروژو په جوړولو کې ولګوي.”
هغه زياته کړه، چې مخکې به ځينو ماليه ورکوونکو له مالياتو څخه تېښته کوله، خو اوس په دې پوه شوي، چې دغه پيسې په پراختيايي پروژو کې لګول کېږي ، نو خپلې ماليې پر ټاکلي وخت دولت ته ورکوي.
د تالقانو ښار يوه اوسېدونکي معراج الدين وويل: ” زموږ ډېرى ځوانان وزګاره دي او هر کال د دولت ټول عوايد ناسمو ځايونو کې لګول کېږي.))
هغه د ناسمو ځايونو نوم وانخيست، خو زياته يې کړه، چې هر کال وزګار ځوانان ګاونډيو هيوادونو په ځانګړي ډول ايران ته د مزدورۍ په موخه ځي او هلته په نشه يي توکو روږدي کېږي او بيرته د خپلې کورنۍ او هيواد د اوږو بار ګرځي.
نوموړي زياته کړه: که چېرې دولت بنسټيزې او اساسي پروژې د بېلګې په ډول د فابريکو جوړول په نظر کې ونيسي، د بيکارۍ ګراف په راټيټولو کې به ډېر اغيزناک پرېوځي او ځوانان به ګاونډيو هيوادونو ته له تګ او انزوا څخه وژغوري.
خو د تخار مستوفي وايي، چې د دوى دنده د ماليو راغونډول دي او د هغو لګول په دولت پورې اړه لري، چې هغه څنګه او په کومو پروژو لګوي.