کندهار (پژواک ١٥ غويى ٩٢): د کندهار ولايت د برېښنا رياست مسوولين وايي، دولتي ادارې او خلک د برېښنا پيسې نه تحويلوي، چې له امله يې دغه اداره هره مياشت ميليونونه افغانۍ زيان ويني.
چارواکي وايي، د کندهار ولايت مقام په ګډون ډېرى دولتي ادارو او خلکو له تېرو څو کلونو راهيسې د برېښنا بلونه نه دي تحويل کړي، چې له امله يې د کندهار د برېښنا شبکه هيڅ پرمختګ نه شي کولاى.
د کندهار ولايت د برېښنا رييس انجنير سيد رسول له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې هره مياشت د ٩٤ ميليونو افغانيو په ارزښت ډېزلي او نوره برېښنا پلوري، خو دولت ته يواځې ٧١ ميليونه افغانۍ په لاس ورځي.
هغه زياته کړه، هره مياشت شاوخوا شل ميليونه افغانۍ د برېښنا د زاړه سيستم او بلونو د نه تحويل له امله ورکېږي او دغه راز هره مياشت نږدې ٢٠ ميليونه افغانۍ پر خلکو د پور په توګه پاتې کېږي.
د ده په وينا، د کندهار ولايت مقام په ګډون ډېرى دولتي ادارو له څو کلونو راهيسې د برېښنا بلونه نه دي تحويل کړي.
نوموړي وويل، دا په کندهار کې د برېښنا په برخه کې لويه ستونزه ده، که د برېښنا د پيسو د ورکړې په برخه کې ښه والی را نه شي، نو د برېښنا په ډېروالي کې به هيڅ پرمختګ ونه شي.
څو ورځې وړاندې د کندهار او هلمند ولايتونو د برېښنا د سمون په موخه د ولايتي شوراګانو غړي او مخور کابل ته غوښتل شوي وو، چې د دغو ولايتونو د برېښنا په اړه ورسره سلا مشورې وشي.
د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيدجان خاکرېزوال چې په دې ډله کې يې کابل ته سفر کړى و، پژواک اژانس ته وويل، چې د برېښنا وزارت هم د بلونو نه تحويل په دغه ولايت کې د برېښنا د پراختيا پر وړاندې جدي ستونزه بلله.
دى وايي، چې له دې لويې ستونزې سره سره د برېښنا شرکت مسوولينو او مرستندويه موسسو ورسره ژمنه وکړه، چې له کابل څخه به کندهار ته وارداتي برېښنا غځوي او تر هغه چې د کجکي بند جوړېږي، دغه ښار ته به ډېزلي برېښنا ورکوي.
خاکرېزوال له خلکو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د مصرف شوې برېښنا پيسې دې ژر تحويل کړي.
هغه ومنله، چې د کندهار هره دولتي اداره له لسو تر دېرشو لکو افغانيو پورې، د برېښنا پوروړې دي او يو شمېر داسې کسان هم شته، چې برېښنا مصرفوي، خو اړوندې ادارې ته يې حساب او کتاب نه ورکوي.
د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل مني چې يو شمېر ادارې د برېښنا لګښت نه ورکوي، خو زياتوي چې د مرکز لخوا په دې برخه کې بوديجه نه ورکول کېږي چې له امله يې دغه کار ځنډيږي.
هغه ژمنه وکړه، چې د بوديجې ترلاسه کولو سره سم به دا پيسې ادا کړي.
دا مهال کندهار له کجکي بند او ډېزلي جنراتونورنو څخه شاوخوا ٤٠ مېګاواټه برېښنا لري، په داسې حال کې چې تر ١١٠ مېګاواټه برېښنا پورې اړتيا ده.
د دې تر څنګ په کندهار کې ٧٢ صنعتي فابريکې هم شته، چې د برېښنا لپاره په ٢٤ ساعتونو کې شپېته زره لېتره ډېزلو ته اړتيا لري او دغه لګښتونه د دولت له توان څخه وتلي دي.
د صنعتي فابريکو لپاره درې کاله وړاندې د امريکا د پرمختيايي ادارې له خوا د درېيو کلونو لپاره ١٠ مېګاواټه برېښنا چمتو شوه، چې پنځه مياشتې وروسته به يې قرارداد هم پاى ته ورسېږي.
صنعتکاران اندېښمن دي، چې د قرارداد تر پاى ته رسېدو وروسته که يې دولت د برېښنا غم ونه خوري، نو د فابريکو فعاليت به يې په ټپه ودرېږي.










