منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۵ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار د کرکټ د ولايتي سياليو اتلولي خپله کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک ١٧ غويى ٩٢): د ننګرهار د کرکټ لوبډلې د دولسو ولايتونو د غوره لوبډلو  ترمنځ د اتصالات باباى ملت کرکټ سياليو اتلولي خپله کړه.

دا سيالۍ دوه اونۍ مخکې په ننګرهار کې ولايت کې پيل شوې وې، خو پاى لوبه او نيمه پاى لوبې يې په کابل کې ترسره شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غويي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ددې سياليو پاى لوبه د ننګرهار او پکتيا ولايتونو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

هغه زياته کړه، چې ددې لوبې پچه دننګرهار لوبډلې وګټله او لومړى يې پخپله دلوبې کولو پرېکړه وکړه.

د ننګرهار لوبډلې په ٢٧ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو يواځې ١٣٣ منډې جوړې کړې او پکتيا ته يې د ١٣٤ منډو هدف وټاکه.

د ننګرهار له لوري شوکت زمان ٣٤، شبير نوري ٢٨ او باطن شاه ٢٣ د پام وړ منډې جوړې کړې او د پکتيا له لوري رحمت شاه زرمتي څلور او ظاهر خان د ننګرهار درې لوبغاړي وسوځول.

هوتک وايي، چې د پکتيا لوبډلې ونه شواى کړاى ، چې ياد اسانه هدف ترلاسه کړي او ټوله لوبډله يې په اوويشتو اورونو کې په ٧٨ منډو وسوځېده او دغه راز دا پاى لوبه د ننګرهار په اتلولۍ پاى ته ورسېده.

د پکتيا له لوري عامر منګل ٢١ او غمي ځدراڼ ١٦ منډې جوړې کړې او د ننګرهار له لوري نسيم او ضمير د پکتيا درې درې لوبغاړي وسوځول.

ددې لوبې د نندارې لپاره په کابل کې د کرکټ نړيوال لوبغالي ته په زرګونو تنه راغلي وو او خپلې لوبډلې يې هڅولې .

ددې لوبې په پاى کې دګڼ شمېر چارواکو له خوا، چې پکې د کابل او پکتيا واليان، د چاپيريال ساتنې رييس شهزاده مصطفى ظاهر ، د ولسي جرګې غړي، سلاکار وزير او دکرکټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود ، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد او نور شامل وو، پر لوبغاړو جايزې او کپونه ووېشل شول.