منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

دافغانستان د کرکټ د ځوانانو لوبډله نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کابل ( پژواک ۲۰ غویی ۹۲ ) : د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډله په ماليزيا کې د اسيا د  ايليټ کپ سياليو په نیمه پای لوبه کې کوربه هیواد مالیزیا ته په ماتې ورکولو سره د  ١٩ کلنو لوبډلو  نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.

د لسو اسيايي هېوادونو د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلو په ګډون دا سيالۍ د غويي په ١٣مه په ماليزيا کې پيل شوې دي . 

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د غويي په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ځوانانو ملي لوبډله نن ددې سیالیو لومړۍ نیمه پای لوبه له کوربه هیواد مالیزیا سره ترسره کړه.

هغه زیاته کړه چې ددې لوبې پچه مالیزیا ګټلې وه او لومړی یې افغانستان ته د توپ وهلو (بیټنګ) بلنه ورکړه، دافغانستان د ۱۹ کلنو لوبغاړو ملي لوبډله په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۲۳۳ منډې جوړې کړې او مالیزیاته یې د ۲۳۴ منډو هدف کیښود.

هوتک وویل چې دافغانستان له لوري حشمت الله شاهدي یوځل بیا په زړه پورې لوبه وکړه او ۶۸ منډې یې جوړې کړې دغه راز منیر احمد ۵۳، منګل ۲۵، شاهدالله شفق ۲۳ او مسلم موسی ناسوځیدلې ۱۳ منډې جوړې کړې.

نوموړی وایي چې د مالیزیا لوبډله ونه شوکړای چې یاد هدف ترلاسه کړي او دافغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله یې ټوله لوبډله یواځې په ۹۳ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۴۰ منډو په توپیر سره وګټله.

دافغانستان له لوري سید شیرزاد او ضیاالرحمن دوه دوه، حشمت الله شهیدی، ناصر احمدزي، ظاهر شهزاده او مسلم موسی یو یو لوبغاړی وسوځول.

حشمت الله شاهدي ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دې بریا سره افغانستان نه یواځې ددې سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه، بلکې د راتلونکې کال د ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوال جام ته یې هم لاره پیدا کړه، چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

نن په دویمه نیمه پای لوبه کې متحده عربي امارات نیپال ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره بیدا کړه، امارات د کوربه هیواد په توګه لا دمخه نړیوال جام ته لاره پیدا کړې وه.

د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی او کپتان او روزونکی رییس احمدزی وایي چې د ۱۹ ځوانانو ملي لوبډله د مالیزیا په سیالیو کې تر هر وخت پخوا ډیر ښه وځلیدل او د کرکټ په هره برخه کې یې خپله وړتیا وښودله.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې له دې سیالیو مخکې د ځوانانو لوبډلې لپاره د هیواد دننه او له هیواده بهر روزنیز پروګرامونه په لاره اچول شوي وو  چې ډیر ګټور ثابت شول.

دیادونې وړده چې ۱۹ کلنه لوبډله تر دې مخکې هم دوه ځلې د ځوانانو په نړیوال جام کې برخه اخیستې وه.