ژبه

ښرنه (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٢): د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې د راګېرې شوې يوې ماشومې نجلۍ له وېرې زړه چاودېدلې او مړه شوې ده.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې د ښرنې د چپور کلا په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته وشوه.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې دواړو لورو ته زيان نه دى اوښتى او نه هم د کومې نجلۍ له مړينې خبر شوى دى.

د ښرنې د ملکي روغتون يوه نوکريوال ډاکتر بهرام پژواک اژانس ته وويل، چې له يادې سيمې څخه ورته د يوې لس کلنې ماشومې يو جسد ور وړل شوى، خو په مرمۍ نه ده لګېدلې.

د نوموړي په وينا، په سيمه کې د سختې جګړې له امله چې په کې درنې وسلې هم کارول شوې، د دې نجلۍ زړه چاودېدلې او مړه شوې ده.

د يادې نجلۍ پلار حفيظ محمد پژواک اژانس ته وويل، چې لور يې له ښوونځي څخه بېرته د کور په لور تله، چې په لاره کې د طالبانو او پوليسو په نښته کې بنده پاتې شوې وه.

هغه زياته کړه: ((کله چې جګړه پاى ته رسېدلې، د سيمې خلکو ليدلې وه، چې نجلۍ مړه ده او بيا يې روغتون ته رسولې وه.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.