کندهار (پژواک ٤ غبرګولى ٩٢): د کندهار د سوداګرۍ خونو مسوولين وايي، تر هغه وروسته چې د چاپېريال ساتنې ادارې د ځينو طبي بوټو پر صادرېدو بنديز ولګاوه، له دغه ولايت څخه د صادراتو کچه ٦٥ سلنه راټيټه شوې ده.
د چاپېريال ساتنې ادارې له کندهار څخه د انجې، زيرې او خوږولې (شيرين بويه) په نوم پر طبي بوټو باندې بنديز لګولى او ويلي يې دي، چې دا طبيعي بوټي دي او د دغو بوټو د ځنګلونو په وهلو سره چاپېريال ته لوى زيان رسېږي.
د کندهار د سوداګرۍ خونو مشر حاجي نصر الله زهير وايي، چې د چاپېريال ساتنې د ادارې له دغه بنديز سره له کندهار څخه د طبي بوټو په صادراتو کې ٦٥ سلنه کمښت راغلى دى.
هغه زياته کړه، تېر کال له کندهار ولايت څخه پاکستان، هندوستان او يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو ته ٢٠٠ زره ټنه وچه او لنده مېوه صادره شوې، چې له دې جملې ٥٧ زره ټنه راجستر او نوره له راجسټر پرته صادره شوې ده.
د نوموړي په وينا، له همدغو صادارتو څخه ٦٣٨ لکه ډالر ترلاسه شوي، چې عمده برخه يې همدا طبي بوټي جوړوي، چې اوس يې پر صادرېدو بنديز لګول شوى دى.
ده وويل، د چاپېريال ساتنې ادارې پر داسې طبي بوټو بنديز لګولى چې يوازې دوه يې په طبيعي بڼه راشنه کېږي او نور يې کرل کېږي.
د هغه په خبره، زيره خلک پر خپلو ځمکو کري، يوازې انجه او خوږه ولې په طبيعي بڼه راشنه کېږي، دا ډېر واړه بوټي دي، چې په وهلو سره يې چاپېريال ته هيڅ زيان نه رسېږي.
زهير له دولت څخه وغوښتل، چې پر دغه بنديز له سره غور وکړي، ځکه د دغو کرنيزو بوټو پر صادراتو له بنديز سره له يوې خوا اقتصاد ته زيان رسېږي او له بلې خوا د دغو توکو په بندولو سره خلک د نشه يي توکو کر ته مخه کوي.
دى وايي، په دې اړه يې د سوداګرۍ، کرنې او ماليې وزارتونو ته مکتبونو لېږلي، چې ورسره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د کندهار يو شمېر سوداګر شکايت کوي، چې له پاکستان څخه پر راوړل کېدونکو مېوو او سبزيو محصول لوړ شوى او دوى مجبور دي، د دغو توکو بيه لوړه کړي، چې په پايله کې يې زيان خلکو ته رسېږي.
دغو سوداګرو له دولتي ادارې غوښتنه کوله، چې پر را واردېدونکو کرنيزو توکو دې د محصول کچه را ټيټه کړي.
د حاجي شاه لالي په نوم يوه سوداګر چې له پاکستان څخه تازه مېوه کندهار ته راوړي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مخکې د مېوې او يا سبزيو پر يوه لوى موټر ٨ زره افغانۍ محصول اخيستل کېده، خو اوس دغه محصول تر ٣٨ زره افغانيو پورې لوړ شوى دى.
دى وايي، په سپين بولدک کې دغه محصول په داسې حال کې لوړ اخيستل کېږي، چې د هغه د معلوماتو له مخې، په تورخم کې دغه راز هيڅ ستونزه نشته.
د نوموړي په وينا، کله چې سوداګر پر خپلو وارداتي توکو دومره لوړ محصول ورکوي، نو مجبور دي، چې د توکو بيه لوړه کړي، چې په دې توګه هم خلک زيانمن کېږي او بلخوا د هغوى سوداګرۍ ته زيان اوړي، ځکه خلک په لوړه بيه دغه توکي نه پېري.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولين هم د سوداګرو دغه ستونزه پر ځاى بولي او وايي، هغوى له ګمرک څخه غوښتي وو، چې يوازې پر هغو مېوو او سبزيجاتو محصول لوړ کړي، چې په کور دننه پيدا کېږي او سوداګر يې له بهر څخه هم راوړي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې رييس نصرالله زهير پژواک اژانس ته وويل، هره ورځ له پاکستان څخه يوازې کندهار ته د ٥٠ په شاوخوا کې لوى او کوچني موټر مېوه او سبزي راوړل کېږي، که يې محصول لږ نه شي، نو بيه به يې ډېره لوړه شي.
زهير وايي، سوداګر محصول ورکوي، خو وايي، چې په سپين بولدک او تورخم کې دې لايحه يوه وي، داسې نه چې هلته محصول کم او دلته زيات وي.
د ده په خبره، د کندهار د ګمرک له مسوولينو سره يې په دې اړه خبرې کړي، که حل نه شوه، نو مرکز ته به مراجعه وکړي.
د کندهار د ګمرک رييس حاجي محمدعظيم احمدزى هم وايي، چې پر هغو سبزيجاتو او مېوو، چې له پاکستان څه راوړل کېږي، د ګمرک تعرفه لوړه شوې ده.
دى وايي، دغه تعرفه اقتصادي حالت او شرايطو ته په پام د مرکزي ادارې له خوا لوړه شوې، خو دا يې رد کړه، چې ګواکې دا موضوع يوازې په سپين بولدک کې ده او په تورخم کې نشته.
د نوموړي په وينا، اوسمهال په هېواد کې هم د مېوو د رسېدو وخت دى او دغه اقدام به مرسته وکړي، چې کورني توليدات ښه مارکېټ ولري.