کلات (پژواک ٦ غبرګولى ٩٢): د زابل د ولايت مرستيال د ماين له يوې چاودنې روغ ووت.
د والي مرستيال محمدجان رسوليار د غبرګولي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار له کلات څخه کندهار ته پر لاره و، چې د شهر صفا ولسوالۍ د فولادګي په سيمه کې پرې چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه، چې دى او ساتونکي يې له چاودنې روغ وتلي، خو دوه رينجر موټر يې زيانمن شوي دي.
د نوموړي په وينا، دغه ماين د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى او پوليسو يې په اړه پلـټنې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.