ژبه

په هرات کې څلورتنه نيول شوي کسان راخوشي شول

هرات(پژواک،١٦غبرګولى٩٢): دهرات چاروکي وايي، چې په دغه ولايت کې د طالبانو لخوا د ماين پاکي د موسيسي څلور تنه برمته شوي کارکوونکي راخوشي شول.  

د ا درسکن ولسوال لعل محمد عمرزي د غبرګولي په ١٦مه  پژواک خبري اژانس ته وویل ، دغه کسان درې ورځې وړاندې ادرسکن ولسوالۍ مربوطاتو کې د طالبانو لخوا نيول شوي وو.

دده په وينا ، تښتول شوي کسان د ولسي خلکو په منځګړیتوب نن مازیګر د طالبانو له منګلو راخوشي شول .

عمرزي وویل، د دوې په ازادي کې هیڅ ډول د پيسو او یا هم بله معامله نده شوې.

 د خوشي شويو کسانو څخه د غلام جیلاني په نوم  پژواک ته ويل« مونږ یې په لومړۍ مرحله ٦ تنه ونیولو د کهستاناتو په لور مو په غرو کې  اته ساعته مزل وکړ»

جیلانی وویل، د طالبانو لخوا نيول شوي وواو له دوې سره يې هيڅ ډول بد چلند نه دى کړى.

تراوسه وسله والو طالبانو څه نه  دي ويلي .

شرف الدين ستانکزي

ورته موضوع