منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

لومړى ځل په هېواد کې د لوبو انسټيټيوټ جوړېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۷۳ کتنې

کابل (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٢): د پوهنې وزارت وايي، چې په هېواد کې لوبو ته د ودې په موخه به ډېر ژر د لومړي ځل لپاره د لوبو يو انسټيټيوټ جوړ شي.

دغه څرګندونې د پوهنې وزارت تخنيکي مرستيال اصف ننګ د چنګاښ په ١٧مه د افغانستان د کرکټ بورډ له لوى رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود سره په ښوونيز نصاب کې د کرکټ لوبې د شاملولو په اړه د هوکړه ليک تر لاسليک کولو وروسته وکړې.

شهزاده مسعود پژواک خبري اژانس ته وويل، د پوهنې وزارت په تېره يوه لسيزه کې د افغانستان له کرکټ سره غير رسمي مرستې او همکارۍ کړې او اوس په رسمي چوکاټ کې دغه کار پيلوي.

هغه زياته کړه، چې دوى له تېرې څه مودې راهيسې له پوهنې وزارت سره په دې اړه خبرې پيل کړې وې چې د کرکټ لوبه په ښوونيز نصاب کې شامله کړي او له ياد وزارت څخه يې مننه وکړه، چې د دوى دا غوښتنه يې ومنله.

مسعود وويل، چې کرکټ په افغانستان کې ډېره وده کړې او اوس نږدې په ټولو ولايتونو کې نماينده ګۍ او په ټول هېواد کې سلګونه زره لوبغاړي لري.

د نوموړي په وينا، په ښوونيز نصاب کې د کرکټ لوبې په زياتولو سره به دغه لوبه په هېواد کې نوره هم وده او پرمختګ وکړي.

د پوهنې وزارت تخنيکي مرستيال محمداصف ننګ خبري غونډې ته وويل، چې د افغانستان کرکټ په نړيواله کچه ښه ځلېدلى او ډېرې لاسته راوړنې لري.

هغه زياته کړه، چې د دغو لاسته راوړنو، برياوو او اتلوليو ساتلو لپاره اړينه ده، چې د دې لوبې بنسټ نور هم پياوړى او په پراخه کچه يې په اړه اقدامات وشي؛ ځکه يې دغه لوبه په ښوونيز نصاب کې ورګډه کړه.

د نوموړي په وينا، د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې به د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ د کرکټ نصاب جوړ او د ښوونځيو په نصاب کې به داخل شي.

ننګ وايي، چې په افغانستان کې ١٧ زره فعال ښوونځي شته او هڅه به وشي، چې په ډېرو ښوونځيو کې د نجونو او هلکانو د کرکټ لوبډلې جوړې شي.

د پوهنې وزارت تخنيکي مرستيال وويل، چې په دې کار سره به د کرکټ لوبه په افغانستان کې په دوامداره توګه پرمختګ وکړي او د ملي لوبډلو لپاره به نوې څېرې پيدا شي.

د هغه په وينا، د دغه کار بله ګټه دا ده، چې زده کوونکي به د ښوونې او روزنې تر څنګ بدني، روغتيايي او اخلاقي تربيه هم ترلاسه کړي.

اصف ننګ وويل، چې کرکټ د يوې ملي لوبې په توګه د افغانستان نوم روښانه کړى نو دوى غواړي په اکاډميک ډګر کې هم دا لوبه ترويج کړي.

نوموړي د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې چې په ښوونيز نصاب کې د کرکټ د ورګډولو تر څنګ دوى په دې اړه څه نور اقدامات په پلان کې لري او کنه؟ وويل: ((موږ غواړو چې راتلونکى کال په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د لوبو يو ځانګړى انسټيټيوت فعال کړو چې کرکت به هم په کې د يوه مضمون په توګه تدريس کېږي.))

د پوهنې وزارت د معلومات له مخې، دوى لا د مخه په نصاب کې د ورزش يو مضمون لري او د کرکټ لوبې مضمون به له هغې څخه جلا ځانګړى مضمون وي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکتر نور محمد مراد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى غواړي په دغه کار سره ټولنې ته يواځې لوبغاړي نه، بلکې باسواده لوبغاړي وړاندې کړي.

هغه زياته کړه، په کوم هېواد کې چې کرکټ له ښوونځيو څخه وده کړې، هلته کرکټ ډېر ښه پرمختګ کړى دى.