کابل ( پژواک ۲ زمری ۹۲ ) : دافغانستان دفوټبال د ۱۶ کلنو ځوانانو لوبډلې د سویلي اسیا سیالیو په لړ کې بوټان ته په ماتې ورکولو نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
دا سیالۍ تیره اونۍ د نیپال په پلازمینه کټمنډو کې پيل شوې دي او ټاکل شوې ده، چې په روانه اونۍ کې پای ته ورسیږي.
د (ګول نیپال) په نامه نیپالۍ ویبپاڼې د معلوماتو له مخې دافغانستان او بوټان ترمنځ لوبې په ۱۹مه، دقیقه کې نیپال لومړی ګول وواهه.
سرچینه زیاتوي چې وروستو افغانستان ډیره ښه لوبه وکړه او درې پرله پسې ګولونو وهلو سره یې بوټان ته د یو په مقابل کې په دریو ګولونو ماتې ورکړه.
افغانستان پخپل ګروپ کې دوو لوبو مساوي ترسره کولو سره په دویم مقام کې ځای درلود او که نننۍ لوبه یې هم مساوي کړي وای، نو هم نیمه پای لوبې ته یې لاره موندله.
تر دې مخکې افغانستان له پاکستان او نیپال سره لوبه مساوي کړې وه.
په بله لوبه کې کوربه هیواد نیپال پاکستان ته ماتې ورکړه او نیمه پای لوبه ته یې لاره پیدا کړه، پاکستان چې ددې سیالیو پخوانی اتل و، له سیالیو څخه بهر شو.
د فوټبال یو تن کارپوهه هادي کاظمي پژواک اژانس ته وویل چې د افغانستان د ۱۶ کلنو لوبغاړو لوبډلې دا لومړی ځل و، چې په دې سیالیو کې برخه اخیستې او ډیره ښه لوبه یې کړې ده.










