منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۳ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان او پاکستان د کرکټ شل اووریزه لوبه ترسره کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

کابل ( پژواک ۱۱ زمری ۹۲ ) : د افغانستان او پاکستان کرکټ بورډ ادارو ترمنځ د ترسره شوي هوکړه لیک له مخې د دواړو هیوادونو ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووریزه نړیواله لوبه ترسره کیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د زمري په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا لوبه د روان زیږدیز کال دسمبر په ۸ مه، په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

سرچینې زیاته کړې چې دابه د بشپړ غړیتوب درلودونکي هیواد سره د افغانستان ملي لوبډلې لومړنۍ شل اوریزه لوبه وي. هوتک وایي، دغه سیالي چې متحده عربي امارات به یې د کوربه توب ویاړ ولري، د لویو وچو جام سیالیو له پایلوبې سره به جوخته ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد وایي چې دافغانستان لپاره لویه لاسته راوړنه او دې لوبې سره به دافغان لوبغاړو تجربې زیاتې شي.

هغه زیاته کړه : “د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې ډیری نوښتونه تجربه کړل او دادی د کال په بهیر کې د لا پراخو پلانونو په ترڅ کې د ډیرو نورو نوښتونو او پرمختګونو په لور روانه ده.  “

ډاکټر مراد وایي : ” موږ په پام کې لرو تر څو د ۲۰۱۴ زیږدیز کال لپاره د کرکټ نړیوالې او آسیایي شورا له ټاکل شوي مهال ویش پرته ګڼ شمیر نورې داسې موکې پلان کړو چې د نړۍ په کچه د هیواد کرکټ پرمختیایي بهیر ته نوې جلوې ورکولای شي”.

دیادونې وړ ده چې افغانستان تر وړاندې د شل اووریز ددوو نړیوال جام سیالیو کې له انګلستان، هندوستان او سویلي افریقا سره یو یو شل اووریزې لوبې کړې دي.