کابل (پژواک ١٠ زمرى ٩٢): که څه هم په تېرو کلونو کې د کابل په کاه فروشۍ کې د مرغانو بازار ګرم و، خو اوس د مرغانو پلورونکي وايي، چې د ٢٠١٤ کال په اړه د اندېښنو له امله د دوى کاروبار هم ټکنى شوى دى.
هغوى وايي، له همدې امله ځيني هټۍ وال چې د پلورنځي کرايه او خپل لګښت يې نه شو پوره کولاى، خپل پلورنځي يې وتړل او نورو کارونو ته يې مخه کړه.
پخوا به چې د کاه فروشۍ د کوڅې نوم ياديده، خلکو به فکر کاوه چې په دې کوڅه که به واښه پلورل کېږي، خو د دې برعکس ياده کوڅه د ډول ډول مرغانو د خرڅولو له پلورنځيو ډکه وه. دې کوڅې ته له ننوتو سر سم به يې غوږونو ته د مرغانو خواږه غږونه رسېدل.
په دې تنګه کوڅه کې لسګونه پلورنځي شته چې ډول ډول ښايسته او ښکلي غږ لرونکي کنري ګانې، طوطيان، طاوس، سايره، کبک، جل، بودنه، ګلسر، کوترې او داسې نور په قفسونو په پنجرو کې د خرڅلاو لپاره اېښودل شوي دي.
د کاه فروشۍ کوڅه له يوې پيړۍ زياته مخينه لري، په تېر وخت کې دغه کوڅه د حيواناتو لپاره د وښو او وچي ډوډۍ پلورنځاى و، خو په دې تېرو دريو لسيزو کې د خلکو د بډاينې له امله د څارويو ساتنه کمه شوې او د وښو ځاى مرغانو نيولى دى.
د پلورنځي دننه مرغان په لويو پنجرو کې اچول شوي، واړه قفسونه د پلورنځيو مخې هم ځړول شوي او د ګڼه ګوڼې له امله خلک په ډېر ستونزمن ډول له دې کوڅې څخه تېرېږي.
د کابل د مرغانو خرڅوونکو مرستيال او منشي معلم محمد شفيع په داسي حال کې چې چار چاپېره يې خواږه غږ لرونکي مرغان اېښي و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو کلونو کې د مرغانو د خرڅولو بازار تود و، خو د ٢٠١٤ کال اوازې او له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو،د مرغانو بازار هم يو څه سوړ کړى دى.
دا په داسې حال کې چې د ٢٠١٤ اوازې چې ګني د هېواد حالات به خراب شي، د کورونو او ګاډو بيه هم را ښکته کړې او دغه اوازې د دې لامل شوي چې د مرغانو په اړه هم د خلکو لېوالتيا کمه شي.
د کابل د مرغانو پلورونکو مرستيال او منشي وويل، چې په تېرو کلونو کې د دې کوڅې هر هټۍ وال د مرغانو خرڅولو له لارې تر شل زرو افغانيو مياشتينى عايد درلود، خو سږ کال د بازار د پيکه کېدو له امله د پلورنځي د کرايې پيسې، د ګاډي کرايه او د غرمې ډوډۍ هم نه شو ګټلى.
٦٠ کلن عبد العليم چې په کاه فروشۍ کوڅه کې يې په لړزانده لاسونو د کنري قفس نيولى و، وويل، له مرغانو سره د مينې او لېوالتيا له امله يي دغه مارغه اخيستى دى.
د مارغانو پلورنځي نه يواځې په کاه فروشۍ بازار، بلکې د کابل ښار په نورو سيمو کې هم دغه بازار سوړ شوى.
مسجدي، چې د کابل ښار د قصبې له سړک سره نږدې د مارغانو پلورنځى لري، په داسې حال کې چې په پلورنځي کې يې له څو کوترو او کنري ګانو پرته نور څه نه ښکارېدل وويل، مخکې په دې سيمه کې لس پلورنځي وو، خو اوس له دوو دريو پرته نور څه نه ليدل کېږي.
د هغه په وينا، زيات شمېر پلورنځي د پېرونکو د نه شتون له امله تړل شوي او نورو کارونو ته يې مخه کړې ده.
د کابل ښار د امام قطيبه جومات ملا امام مولوي عبدالحق وويل، چې نبي اکرم صلي الله عليه وسلم فرمايي، مرغان په پنجرو کې مه بندي کوئ، کېدى شي چې د اوبو او خوړو د نه رسېدو له امله ومري او که چېرې ومري، نو د قيامت په ورځ به هماغه کس مسوول وي.
مولوي عبدالحق له ټولو خلکو وغوښتل، تر څو مرغان په پنجرو کې بندي نه کړي، له کړولو يې لاس واخلي او په طبيعت کې يې دې ازاد پرېږدي.










