کابل (پژواک ١٤ زمرى ٩٢): د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د نميبيا د لوبډلې په ١٩٠ منډو تر سوځولو وروسته افغان توپ اچوونکو هم ډیره په زړه پورې لوبه وړه او اصغر ستانکزي د سلیزې به مرسته ۳۴۵ منډې جوړې کړې.
د لويو وچو يا انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې پرون له غرمې وروسته د افريقا په نميبيا هېواد کې د افغانستان او کوربه هېواد ترمنځ څلور ورځنۍ لوبه پيل شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه د نميبيا کپتان وګټله او لومړى يې په خپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د نميبيا لوبډله په خپل لومړي وار (اننګز) په پنځه شپېتم اوور کې په ١٩٠ منډو وسوځېده، د نميبيا له لوري د بارډ په نوم لوبغاړي ٧٠ منډې جوړې کړې.
هوتک وايي، چې د افغان لوبډلې کپتان نبي عيسى خېل ډېر په زړه پورې بالنګ وکړ او د سيالې لوبډلې شپږ لوبغاړي يې وسوځول.
دغه راز رحمت شاه دوه، عزت الله دولتزي او شاه پور ځدران يو يو لوبغاړى وسوځاوه.
د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د افغانستان لوبډله پرون د ورځې تر پایه پورې د شبیر نوري په سوځیدو ۶۲ منډې جوړې کړې وې ، نورو منګل په ۵۰ او میرویس اشرف په صفر په میدان کې پاتې وو.
د هغه په وینا، نن دافغانستان لوبډله په دویمه ورځ چې کله لوبه پیل کړه، نو درې نور لوبغاړي، نوروز منګل، رحمت شاه او میرویس اشرف یې ژر له لاسه ورکړل، خو په دې مرحله کې اصغر ستانکزي لومړی له سمیع الله شینواري او محمد شهزاد او بیا وروسته له دولت ځدران سره په ګډه ډیره ښه لوبه وکړه او دافغانستان منډې یې د ورځې تر پایه پورې ۳۴۵ منډو ته ورسوله.
هوتک وویل چې اصغر ستانکزي په ۱۲۷ منډو په میدان کې لا پاتې دی، دولت ځدران ۵۰، نوروز منګل ۵۸، سمیع الله شینواری ۳۲ او محمد شهزاد محمدي ۳۴ منډې کړې او سوځیدلي دي.
ددویمې ورځې تر پایه پورې افغانستان پر نمیبيا ۱۵۵ منډې زیاتې کړې دي او دوه لوبغاړي یې تر اوسه میدان ته نه دي راوتلي.
ددې لوبې په لومړي وار کې افغانستان پر نمیبیا وړاندې والي او زیاتو منډو جوړولو سره افغانستان ته شپږ نومرې ورکړل شوي او که چیرې افغانستان ته دا لوبه وګټي او ۱۴ نور نومرې به هم ورکړل شي.
د شپږو نومرو ترلاسه کولو سره افغانستان د لویو وچو یا انټرکانټنینټال جام سیالیو د نومرو په جدول کې له درییم مقام څخه دویم مقام ترلاسه کړو، ایرلینډ لادمخه په لومړي مقام کې ځای لري، سکاټلینډ دریم او نمیبیا په څلورم مقام کې دی.
فغانستان د ٢٠١٠ او د ٢٠١١ کلونو لپاره د انټرکانټنينټال سياليو اتلولي خپله کړې وه.
په دغو سياليو کې ايرلينډ، سکاټلينډ، افغانستان، نميبيا، متحده عربي امارات، هالنډ، کينيا او کاناډا برخه اخيستې ده.










