کابل (پژواک ١٤ زمرى ٩٢): د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د نميبيا لوبډله په ١٩٠ منډو سوځېدلې او د افغانستان لوبډلې په خپل لومړي ځل تر اوسه ٦٢ منډې جوړې کړې دي.
د لويو وچو يا انټرکانټنينټال کپ سياليو په لړ کې پرون له غرمې وروسته د افريقا په نميبيا هېواد کې د افغانستان او کوربه هېواد ترمنځ څلور ورځنۍ لوبه پيل شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه د نميبيا کپتان وګټله او لومړى يې په خپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د نميبيا لوبډله په خپل لومړي وار (اننګز) په پنځه شپېتم اوور کې په ١٩٠ منډو وسوځېده، د نميبيا له لوري د بارډ په نوم لوبغاړي ٧٠ منډې جوړې کړې.
هوتک وايي، چې د افغان لوبډلې کپتان نبي عيسى خېل ډېر په زړه پورې بالنګ وکړ او د سيالې لوبډلې شپږ لوبغاړي يې وسوځول.
دغه راز رحمت شاه دوه، عزت الله دولتزي او شاه پور ځدران يو يو لوبغاړى وسوځاوه.
د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د افغانستان لوبډلې ډېره ښه لوبه پيل کړه او پرته د کوم لوبغاړي په سوځېدو يې خپلې ٥٠ منډې بشپړ کړې، خو د ورځې د لوبې تر پايه څو شېبې مخکې د افغانستان يو لوبغاړى شبير نوري په اتو منډو وسوځېد.
د هغه په وينا، پخوانى کپتان پياوړى لوبغاړى نوروز منګل په پنځوسو منډو ولاړ دى او نن به له اصغر ستانکزي سره د لوبې په دويمه ورځ خپله لوبه پيلوي.
د کرکټ د چارو يو کارپوه نبي وقار وايي، چې افغان لوبغاړو پرون ډېره ښه لوبه وکړه او د نميبيا لوبغاړي يې تر فشار لاندې ساتلي وو.
خو هغه زياتوي، چې د نميبيا لوبغاړي سست توپ اچوونکي نه شي لوبولى او په کار وه، چې افغان لوبډلې د څلورو تېز توپ اچوونکو پر ځاى، درې لوبولي واى.










