منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۵ غ.و
۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د کرکټ په یوه ورځنۍ لوبه کې نمیبیا ته لویه ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کابل ( پژواک ۱۸ زمری ۹۲ ) : دافغانستان د کرکټ په یوه ورځنۍ لوبه کې کوربه هیواد نمیبیا ته په ماتې ورکولو سره له دغه هیواد څخه دویمه لوبه هم وګټله.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فريد هوتک د زمري په ۱۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې یو ورځنۍ پنځوس اووریزې لوبې پچه (ټاس) د نمیبیا لوبډلې کپتان وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې (بیټینګ) بلنه ورکړه.

هغه زیاته کړه چې د هیواد ملي لوبډله په ټولو ۵۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو ۲۸۹ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۹۰ منډو هدف ورکړ.

د هیواد ملي اتلانو له لوري شهزاد محمدي ۱۱۳، نبي عیسی خیل ۸۱ او کریم صادق ۵۰ منډې جوړې کړې.

هوتک وایي چې د  هیواد ملي لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ورکړل شوي هدف په لور د کره ګام اوچتولو موکه ورنکړه او د هغوی ټول لوبغاړي یې ۳۲،۱ اوور کې د ۹۹ منډو په جوړولو سره وسوځول.

د هیواد ملي لوبډلې له لوري نبي عیسی خیل د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي او حمید حسن دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د ملي لوبډلې پرمختګ ددغو ارزښتناکو سیالیو په بهیر کې بې ساری بولي او وایي “ملي لوبډلې خپل ملي غرور په ډاګه کړ او د اختر رنګونه یې په خپلې بریا سره سیوا کړل. زه ټولو هیوادوالو ته ددغې سترې لاسته راوړنې مبارکي وایم او هیله من یم هره بریا د سولې سفیر په توګه د هیوادوالو تر انګړونو د ملي یووالي انګازې ورسوي”.

 دیادونې وړ ده چې افغانستان تر دې مخکې نمیبیا ته په څلور ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړې وه، ټاکل شوې وه، چې دریمه او وروستۍ لوبه د زمري په ۲۰مه، ترسره شي.