منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۶ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د جاګلينګ لوبو اتم دور ترسره شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

کابل (پژواک ٢٣ زمرى ٩٢): د جاګلينګ د اتم دور لوبې په کابل ښار کې د اوو ولايتونو د ماشومانو په ګډون ترسره شوې.

جاګلينګ هغه لوبه ده چې په کې د يوه لوبغاړي له لوري فزيکي وړتيا، کنټرول او د بېلابېلو شيانو حرکت په همغږيتوب او توازن سره نندارې ته وړاندې کېږي.

دغه لوبه په يواځې او هم د لوبډلو تر منځ د نندارې او سيالۍ په موخه ترسره کېږي.

د جاګلينګ فدراسيون مشر حميد روحان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سيالۍ نن د تعليمي او تربيتي سرکس له لوري د يوې ورځې لپاره په لاره واچول شوې.

د ده په وينا، په دې لوبو کې د کابل، هرات، باميان، ننګرهار، بدخشان، غور او جوزجان ولايتونو له ١٨ کلونو څخه د کم عمره ١٨٠ ماشومانو، چې هلکان او نجونې په کې شاملې دي، ګډون کړى دى.

هغه زياته کړه، ټول لوبغاړي په څلورو ډلو (اې، بي، سي، ډي) وېشل شوي، چې ترمنځ يې نن سيالۍ ترسره شوې.

د ده د معلوماتو له مخې، په “اې” ډله کې له کابل څخه صميم ارين او خليل افغان لومړى او دريم مقامونه او له هرات څخه مرتضى نورزي دويم مقام خپل کړ.

روحان زياتوي، چې په “بي” ډله کې له باميانو څخه زکريا او شاه حسين لومړى او دويم مقامونه او له ننګرهار څخه فرمان الله دريم مقام ترلاسه کړى دى.

هغه وايي، د “سي” ډلې د لوبو پايلې روانې دي، خو له “ډي” ډلې څخه له ننګرهار څخه اسدالله، راشدالله او شاکر لومړى، دويم او دريم مقامونه وګټل.

د جاګلينګ فدراسيون مشر د معلوماتو له مخې، د دوى نمايشي لوبې به درې ورځې نورې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې نندارې ته وړاندې شي.