کابل (پژواک ٢٦ زمرى ٩٢): د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله په سينګاپور کې د اسيا د مخ پر ودې هېوادونو د کرکټ په سياليو کې نيپال ته له يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته ماتې ورکړه.
د اسيا د اتو پياوړو لوبـډلو په ګډون دغه سيالۍ نن (د زمري ٢٦مه) په سينګاپور کې پيل شوې.
يادې سيالۍ پر دوو ګروپونو الف او ب وېشل شوې، چې افغانستان، پاکستان، هندوستان، نيپال او بنګله دېش په الف، سريلانکا، متحده عربي امارات او سينګاپور کې په ب ګروپ کې دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغانستان نن خپله لومړۍ لوبه له نيپال سره ترسره کړه.
هغه زياته کړه، چې د نيپال لوبډلې پچه وګټله، خو لومړى يې افغانستان ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.
د هوتک په وينا، د افغانستان لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٩ منډې وکړې او سيالې ډلې ته يې د ١٧٠ منډو هدف کېښود.
د افغانستان له لوري اصغر ستانکزي ٣٣، نوروز منګل ٣١، ګلبدين نايب ناسوځېدلي ٣٠ او کريم صادق ٢١ منډې جوړې کړې.
د لوبې پر مهال د يوې شېبې لپاره باران وشو چې د دې لوبې د ريفريانو له لوري هدف تغيير شو او نيپال ته يې په ٤٦ اورونو کې د ١٦١ منډو هدف ورکړل شو.
فريد هوتک وويل، چې د افغانستان د توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د نيپال لوبډله ونه شو کړاى ياد هدف ترلاسه کړي او ټوله لوبډله يې په شپږ څلوېښتم اوور کې په ١٥٧ منډو وسوځېده، دغه راز افغانستان دا لوبه د دريو منډو په توپير سره وګټله.
د افغانستان له لوري حميد حسن او محمدنبي دوه دوه او نوروز منګل يو لوبغاړى وسوځول.
ټاکل شوې افغانستان د زمري په ٢٨مه له پاکستان او په ٣١مه له هندوستان سره لوبه وکړي. په هر ګروپ کې چې کومه لوبـډله دوه لوبې وګټي هغه بل پړاو يا نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کوي.
د يادونې ده، په دغو سياليو کې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو هېوادونو پاکستان، هندوستان، بنګله دېش او سريلانکار له ٢٣ کلونو کم عمره لوبغاړو لوبډلو او د پاتې نورو څلورو لوبـډلو ملي لوبډلو برخه اخيستې ده.










