کابل (پژواک ٢٩ زمرى ٩٢): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د پاکستان ملي لوبډلې ته د صفر پر وړاندې د درېيو ګولونو په وهلو سره ماتې ورکړه.
دغه دوستانه سيالي نن له غرمې وروسته په کابل کې د فوټبال د ملي فدراسيون په لوبغالي کې په شاوخوا څلورو بجو پيل او شپږ بجې پاى ته ورسېده.
د دې په زړه پورې سيالۍ په ٢٠مه دقيقه کې لومړى ګول سنجر احمدي، په ٥٣ مه دقيقه کې دويم ګول ارش اصفي او په ٧٢مه دقيقه کې درېيم ګول معروف محمدي وواهه.
که څه هم د دې سيالۍ وخت څلور دقيقې وغځول شو، خو پاکستانۍ لوبډله د ګول په وهلو بريالۍ نه شوه.
د کابل په غازي لوبغالي کې د زرګونو تنو ننداره کوونکو له خوا د افغان لوبډلې بريا د لاسونو په پړکولو او د خوښۍ په نارو سره بدرګه شوه.
له ننداره کوونکو څخه د کابل ښار اوسېدونکى ٢١ کلن جمشېد ، چې په کابل کې د اريانا په نوم د فوټبال د يوې ډلې لوبغاړى دى ، وايي د افغان ملي لوبډلې په بريا دومره خوښ دى ، چې نه پوهيږي څنګه د خپلې خوښۍ څرګندونه وکړي.
هغه وايي، هيله لري ، چې افغانان تل بريالي وي .
له لوبغالي بهر افغانان، چې دغه سيالي يې د ټلويزيون له لارې ننداره کوله او يا يې د هغې پايلې د انټرنيټي پاڼو له لارې تعقيبولې، هم د خپلې ډلې په بريا خوښ دي.
د کابل ښار اوسېدونکى حکمت ساپى وايي: “کله چې افغانستان درېيم ګوله وواهه، ما له خوښۍ نه خپلې اوښکې تم نه شواى کړى.”
د ده په وينا، ډېر خوښ دى، چې جګړو ځپلى هېواد يې اوس د دې جوګه دى چې د بهرني هېواد د لوبډلې کوربه شي او مېلمنې ډلې ته ماته ورکړي.
دغه راز د احمدخالد په نوم د کابل د کمپنۍ د سيمې اوسېدونکى وايي: ” د خپلې ملي لوبډلې په برياليتوب نه يواځې زه بلکې ټول افغانان خوښ دي . “
هغه له پژواک سره د خبرو پر مهال د دعا لپاره لاسونه لپه کړل او ويې ويل: ” مهربانه خداى ( ج ) دې تل د افغانانو برياوې نصيب کړي ، الله ( ج ) دې نور زموږ له ملک نه د جګړې ټغر ټول کړي او خداى د وکړي ، چې د نن په څېر تل د افغانانو پر شونډو موسکا خوره وي. ”
نننۍ سيالي په تېرو درېيو لسيزو کې د دوو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د فوټبال لومړۍ سيالي ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون مرستيال محمديوسف کارګر وايي، دغه سيالي دوستانه بڼه لري، ګټل او بايلل په کې مهم نه دي.
ده زياته کړه، دا ډول سيالۍ کولى شي له يوې خوا د لوبغاړو پياوړتيا زياته کړي او له بلې خوا د دواړو هېوادونو خلک سره نږدې کړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون مرستيال وويل، سره له دې چې په تېره لسيزه کې افغان لوبغاړو د نورو هېوادونو په پرتله لږ امکانات درلودل، خو اوسمهال يې وړتيا لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه سيالي د سوېلي اسيا په سيالو کې ګډون ته د چمتووالي لپاره ښه فرصت دى.
د افغانستان او پاکستان د فوټبال سيالۍ داوري د څلورو تاجکستاني لوبڅارو له خوا کېږي.
د پاکستان لوبډلې کپتان ثمر اسحاق، چې له نورو لوبغاړو سره يو ځاى کابل ته راغلى، ويلي چې دوى له مخکې تيارى نيولى او سيالي به په خپله ګټه پاى ته ورسوي.
خو د افغانستان د فوټبال فدراسيون چارواکي وايي، که څه هم دغه سيالي دوستانه ده، خو بيا به هم افغان لوبغاړي هڅه وکړي، چې سيالي په خپله ګټه پاى ته ورسوي.
د پاکستان فدراسيون ويلي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې هوکړه کړې، چې د ٢٠١٤کال په مارچ يا اپرېل مياشت کې د يوې بلې دوستانه سيالۍ لپاره پاکستان ته ولاړه شي.









