منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۶ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د کرکټ لوبډلې هند ته ماتې ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک ٣١ زمرى ٩٢): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې  د هندوستان د ٢٣ کلنو لوبډلې ته د سنګاپور په سياليو کې ماتې ورکړه، خو  له مخکې تګ څخه پاتې شوه.

د اسيا د اتو پياوړو لوبـډلو په ګډون دغه سيالۍ د زمري په ٢٦مه په سينګا پور کې پيل شوې دي.

يادې سيالۍ پر دوو ګروپونو الف او ب وېشل شوې، چې افغانستان، پاکستان، هندوستان، نيپال او بنګله دېش په الف، سريلانکا، متحده عربي امارات او سينګاپور په ب ګروپ کې شامل دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د زمري په ٣١ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغانستان نن د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له هندوستان سره ترسره کړه.

هغه زياته کړه، چې د هندوستان لوبډلې پچه وګټله، خو لومړى يې افغانستان  ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.

د هوتک په وينا، د افغانستان لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٤ منډې وکړې او سيالې ډلې ته يې د ١٨٥ منډو هدف کېښود.

د افغانستان له لوري  سميع الله شينواري ٤٣، شهزاد محمدي ٣٨، کريم صادق او محمد نبي ٢٥، ٢٥ منډې جوړې کړې.

فريد هوتک وويل، چې د هندوستان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ٥٠ اورونو کې نهو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٦ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٢٨ منډو په توپير سره وګټله.

د افغانستان له لوري محمدنبي د هندوستان درې، رحمت شاه دوه، عزت الله دولتزي، ميرويس اشرف او حمزه هوتک يو يو لوبغاړي وسوځول.

په دغه ګروپ کې هندوستان، افغانستان او پاکستان د دوو-دوو لوبو په ګټلو سره څلور-څلور نومرې ترلاسه کړې، خو د نومرو د ښه اوسط له امله هند او پاکستان نيمه پاى لوبې يا سيمي فاينل ته لاره پيدا کړه.

افغانستان له دې مخکې نيپال ته ماتې ورکړې وه، خو د پاکستان پر وړاندې يې لوبه بايللې وه.

د يادونې ده، په دغو سياليو کې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو هېوادونو پاکستان، هندوستان، بنګله دېش او سريلانکار له ٢٣ کلونو کم عمره لوبغاړو لوبډلو او د پاتې نورو څلورو لوبـډلو ملي لوبډلو برخه اخيستې ده.