کابل (پژواک ٥ وږى ٩٢): د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د نميبيا د لويو وچو د اتلوليو لوبو کې تر بریا او د سنګاپور د کرکټ په اسيايي سياليو کې تر ګډون وروسته نن هېواد ته راستنه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په هوايي ډګر کې سلاکار وزير او د کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس، د ادارې نورو کار کوونکو او د کرکټ د مينه والو له خوا ورته تود هرکلى وويل شو.
سلاکار وزير او د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود د ملي لوبډلې اوسنۍ برياوې د سيمې او نړۍ په کچه يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او د ملي لوبډلې له روحيې څخه يې ستاينه وکړه.
نوموړي زياته کړه: ((موږ د روان کال په ترڅ کې ډېر بوخت مهالوېش درلود، خو لوبغاړو وکولى شول د کرکټ په هره کچه برياوې ترلاسه کړي.))
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد وايي، چې د کرکټ ملي اتلان په ډک لاس هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه زياته کړه: “د کرکټ پر مخ تلونکی بهير د ستايلو دی، اوس افغانستان د نړۍ په کرکټ کې په يوولسم مقام کې قرار لري چې دا د نړۍ په کچه د يوه داسې هېواد لپاره چې ډېر کم امکانات لري، کم وياړ نه دی. ))
د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عيسى خېل پژواک اژانس ته وويل، چې په نميبيا کې لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه او بيا يې بريا ترلاسه کړه.
هغه د دغو برياوو لامل د لوبغاړو د هلو ځلو تر څنګ د هېوادوالو دعاګانې او د کرکټ بورډ ادارې له خوا دوى ته د روزنې لپاره د وسايلو او اسانتياوو برابرول وباله.
عيسى خېل وويل، چې دوى د ٢٠١٥ زېږديز کال نړيوال جام ته مزل نږدې کړى دى او هيله يې څرګنده کړه، چې د هېوادوالو په دعا ګانو به دغو سياليو ته لاره پيدا کړي.
د يادونې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نميبيا ته تر ماتې ورکولو وروسته په سينګاپور کې د اېمرجنګ کپ سياليو په لړ کې د هندوستان پياوړې لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.










