ژبه

کابل ( پژواک ١٢ وږى ٩٢ ) : د ميدان وردګو ولايت چاروکي وايي، چې ددولت وسله والو مخالفينو په دوو بېلابېلو امنيتي پېښو کې درې  عام وګړي وژلي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د وږي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېر مازيګر د وسله والو مخالفينو له خوا په ميدان ښار کې د يوې توغول شوې مرمۍ له امله يو تن عام وګړى وژل شوى دى.

هغه زياته کړه ، چې په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.

نوموړي داهم وويل ، چې تېره ورځ وسله والو مخالفينو د ميدانښار – جلرېز له لويې لارې څخه دوه عام وګړي تښتولي وو.

خوګياڼى وايي ، چې وروسته ددې ځوانانو مړي د جلرېز ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسړک پر غاړه موندل شوي دي.

ددولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.