منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۷ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان فوټبال لوبډلې پاى لوبې ته لار ومونده

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ وږى ٩٢): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سوېلي اسيا هېوادونو د فوټبال سياليو (ساف) کې نيپال ته يو پر صفر ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لاره ومونده.

نن د دې نيمه پاى لوبې د لومړۍ نيمايي په ١١مه دقيقه کې د افغانستان له لوري سنجر احمدي لومړى ګول وواهه او د لوبې تر پايه افغانستان يو پر صفر وړاندې و.

په دې لوبه کې نيپال ته هم، د پنالټي له امله د ګول چانس برابر شو، خو د افغان ګول کيپر له خوا يې مخه ونيول شوه.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د دې لوبې په ګټلو سره پاى لوبې ته لار ومونده، چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به ترسره شي.

افغانستان له دې وړاندې، د دې سياليو په خپلې لومړۍ لوبه کې (د وږي ١١مه) بوټان ته درې پر صفر او دويمه لوبه کې (د وږي ١٣مه) سريلانکا ته درې پر يو ماتې ورکړې وه. په درېيمه لوبه کې له مالديف سره صفر پر صفر مساوي راغلى و.

د سوېلي اسيا هېوادونو (سارک) د فوټبال په دغو سياليو کې د اتو هېوادونو لوبډلې برخه اخلي، چې پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

په “الف” ګروپ کې نيپال، پاکستان، هندوستان او د بنګله دېش لوبډلې او په “ب” ګروپ کې افغانستان، مالديف، بوټان او د سريلانکا لوبډلې برخه اخلي.

هيره دې نه وي، چې دا سيالۍ په دوو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي؛ تېر ځل افغانستان په دې سياليو کې دويم مقام خپل کړى و.

ملي لوبـډلې د ٢٠١١ زېږديز کال په ګروپي سياليو کې هند سره لوبه مساوي کړې وه، خو نيپال او بوټان ته يې ماتې ورکړه، دغه راز په نيمه پاى لوبه کې يې سريلانکا ته ماتې ورکړه، خو په پاى لوبه کې هند افغانستان ته ماتې ورکړه.

له بلې خوا ولسمشر حامد کرزي د دې سياليو پاى لوبې ته د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې رسېدلو په اړه مبارکي ويلې ده.

هغه هيله ښودلې، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبدله وکولى شي د سوېلي اسيا د سياليو اتلولي ترلاسه کړي.