کابل (پژواک ١٨ وږى ٩٢): د افغانستان کرکټ بورډ او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونيسف) تر منځ د ماشومانو د حقونو د پرمختيا په موخه ګډ هوکړه ليک لاسليک شو.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دغه هوکړه ليک د کرکـټ بورډ په دفتر کې د کرکت بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد په افغانستان کې د يونيسف د استازي پېټرکرولي لاسليک وکړ.
هغه زياته کړه، د دغه هوکړه ليک له مخې به دواړه ادارې د پوليو پر مخنيوي او د سواد د زده کړې په برخو کې سره همکاري کوي.
سرچينه زياتوي، د دې ګډې همکارۍ له مخې به د افغانستان کرکټ بورډ اداره او يونيسف د پوليو واکسين او د سواد زده کړې حقونو د اهميت په اړه د پوهاوي په موخه ګډ کمپاين او نوښتونه په لاره اچوي.
د کرکټ بورډ اجرائيوی مشر ډاکتر نورمحمد مراد وويل، چې د کرکټ لوبغاړي د افغان زلميانو او د هغوی د کورنيو تر منځ د ستورو ارزښت لري.
د هغه په وينا، دوی د مهمو مسايلو لکه د پوليو مخنيوی، روغتيا ساتنې او د دغه هېواد د ماشومانو لپاره د سواد په هکله د پوهاوي ورکړې په ډګر کې د اهميت وړ څېرې دي.
ډاکټر مراد د کرکټ بورډ ادارې دغه همکاري يوه لويه لاسته راوړنه بولي او زياتوي: (( زه ډاډ لرم چې موږ او يونيسف به په ګډه د يوه غوره بدلون په راوستلو کې تر ډېره بريده بريالي واوسو.))
د يونيسف استازى پېټر کرولي وايي، په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د ډاډګېرنې ترلاسه کول يې له مسووليتونو څخه دي.
هغه زياته کړه : ((موږ ټول د دې لپاره چې د ماشومانو له خونديتوب او با کيفيته روغتيايي خدمتونو ته د دوی له لاسرسي څخه ډاډګېرنه ترلاسه کړو، ګډ کار ته اړتيا لرو. دا يو اړين اصل دی څو موږ د هېواد په کچه د ماشومتوب په پړاو کې د پوليو پر وړاندې د ماشومانو مقاومت ووينو.))
کرولي وويل، کرکټ او د کرکټ لوبغاړي د ماشومانو د حقونو د پرمختيا په موخه د اساسي پوهاوي په برخه کې د پوليو د مخنيوي په ګډون، بنسټيز رول لوبولی شي.
د يونيسف ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان پاکستان او نايجريا هغه درې هېوادونه دي چې لا تر اوسه د ګوزڼ ناروغي په کې شتون لري.









