کابل (پژواک ١٩ وږى ٩٢): ولسمشر کرزي د پوهنې، ماليې او د کليو د پراختيا وزيرانو ته لارښوونه کړې، چې د افغانستان د فوټبال لوبغاړو د هڅونې په موخه نيپال ته سفر وکړي.
ټاکل شوې ده، چې د سوېلي اسیا د فوټبال د طلایي جام د سياليو پاى لوبه، سبا د افغانستان او هند د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ په نيپال کې ترسره شي.
افغانستان د دې سياليو په لړ کې په خپلې لومړۍ لوبه کې بوټان ته درې پر صفر، دويمه کې سريلانکا ته درې پر يو، درېيمه لوبه کې له مالديف سره صفر پر صفر مساوي او څلورمه نيمه پاى لوبه کې يې نيپال ته يو پر صفر ماتې ورکړې وه، چې په دې سره يې پاى لوبې ته لار ومونده.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د ټېلېفون په ليکه په نيپال کې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره خبرې کړې دي.
سرچينه زياتوي، حامد کرزي په دغه اړيکه کې د هغوی بریالیتوب ستایلى او دغه افغان لوبغاړي یې د لا نورو بریالیتونو ترلاسه کولو ته هڅولي دي.
سرچينه وايي، چې حامدکرزي د مالیې، پوهنې او د کلیو د پراختیا وزیرانو ته لارښوونه کړې، چې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د هڅونې لپاره د نیپال هېواد ته سفر وکړي، ترڅو د حکومت د وزیرانو شتون هلته ملي لوبډله بریا ته وهڅوي .
د خبرپاڼې په حواله، ولسمشرکرزي اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې ده، چې هېواد ته د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د غړو د راستنېدو پرمهال دې، د هغوى بریالیتوب د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځي او هغوی ته دې سوغاتونه ورکړل شي.
د سوېلي اسيا هېوادونو (سارک) د فوټبال په دغو سياليو کې د اتو هېوادونو لوبډلې برخه اخيستې وه او پر دوو ګروپونو وېشل شوي وي.
په “الف” ګروپ کې نيپال، پاکستان، هندوستان او د بنګله دېش لوبډلې او په “ب” ګروپ کې افغانستان، مالديف، بوټان او د سريلانکا لوبډلو برخه اخيستې وه.
هېره دې نه وي، چې دا سيالۍ په دوو کلونو کې يو ځل ترسره کېږي؛ تېر ځل افغانستان په دې سياليو کې دويم مقام خپل کړى و.
ملي لوبـډلې د ٢٠١١ زېږديز کال په ګروپي سياليو کې هند سره لوبه مساوي کړې وه، خو نيپال او بوټان ته يې ماتې ورکړي وه، دغه راز په نيمه پاى لوبه کې يې سريلانکا ته ماتې ورکړه، خو په پاى لوبه کې هند افغانستان ته ماتې ورکړه.










