منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۶ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

اسټراليا د افغانستان کرکټ بورډ ته د همکاريو ډاډ ورکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

کابل ( پژواک ٢٠ وږى ٩٢ ) : په کابل کې د اسټراليا سفير د افغانستان کرکټ بورډ څخه دليدنې پر مهال  د خپل هېواد له اړخه د اوږودمهاله همکاريو ډاډ ورکړ.

د کرکټ بورډ د رسنيو دڅانګې يوه غړي عزيز غروال د وږي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د اسټراليا سفير جان فليپ چې د سفارت يو شمېر نورو مامورينو هم ورسره ملتيا کوله، نن (د وږي په ٢٠مه ) د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې دافغانستان کرکت بورډ څخه ليدنه وکړه.

هغه زياته کړه ، چې جان فليپ د کرکټ بورډ ادارې له بېلا بېلو څانګو څخه د ليدنې ترڅنګ دافغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود او د کرکټ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد سره هم وليدل او د خپل هېواد له اړخه د اوږود مهاله همکاريو ډاډ يې ورکړ.

جان فليپ وويل چې دى به د سفارت په وسيله د افغانستان او اسټراليا کرکټ بورډونو ترمنځ اړيکې جوړوي او هڅه به کوي، چې ددواړو کرکټ بورډونو ترمنځ اوږود مهاله همکاري شتون ولري.

د اسټراليا سفير ددې ليدنې پر مهال د کابل د کرکټ له نړيوال  لوبغالي څخه هم ليدنه وکړه او د افغانستان دکرکټ ادارې د پرمختګونو ستاينه يې وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد د اسټراليا سفير ته د هرکلي ويلو ترڅنګ وايي : (( دافغانستان کرکټ بورډ اداره په کم وخت کې ډېرې لاسته راوړنې لري او ډېر پرمختګونه يې کړي دي ، اوس بهرنۍ نړۍ او په ځانګړې توګه  هغه هېوادونه چې کرکټ پکې کېږي، پخپله راځي او دافغانستان د کرکت له ادارې څخه ليدنه کوي او د همکاريو ډاډ ورکوي.))