کابل (پژواک ٢٠ وږى ٩٢): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د خپلې لوبې په ترڅ کې هندوستان ته دوه پر صفر ماتې ورکړه او د سوېلي اسيا هېوادونو د فوټبال لوبو اتلولي يې ترلاسه کړه.
لومړنى ګول په نهمه دقيقه کې د مصطفى ازادزوى له خوا او دوهم ګول په ٦١مه دقيقه کې سنجر احمدي له خوا د هندوستان لوبډلې په لور ووهل شول.
په دغو لوبو کې، چې د نيپال هېواد په کټمنډو ښار کې ترسره شوې، په کې سلګونو دولتي چارواکو، د ملي شورا غړو او نورو هېوادوالو ګډون کړى وو.
دغه سيالۍ، چې له تېرې اونۍ راپدېخوا په لاره اچول شوې وې، د سوېلي اسيا هېوادونو (سارک) په کې ګډون درلود او په دوو ګروپونو وېشل شوي وو.
د نيپال، پاکستان، هندوستان او بنګله دېش هېوادونو لوبډلې په الف ګروپ کې او افغانستان، مالديپ، بوټان او سريلانکا هېوادونه په دوهم ګروپ کې ځاى پر ځاى شوي وو.
د افغانستان ملي لوبډلې بوټان درې پر صفر او سريلانکا درې پر يو مات کړي وو. په درېيمه سيالۍ کې يې له مالديپ سره صفر پر صفر مساوي لوبه وکړه، خو بيا يې هم په څلورمه او نيمه پايلوبه کې نيپال يو پر صفر له خپلې مخې لرې کړ او له دې لارې يې پايلوبې ته لار ومونده.
تېره ورځ هندوستان نيپال ته يوه پر صفر ماتې ورکړه او د افغانستان د سيال په توګه يې پاى لوبې ته لاره وموندله، ترڅو خپل بخت د اتلولۍ لپاره وازمايي.
يادې لوبې په هرو دوو کلونو کې يو ځل تر سره کيږي، چې په تېرو دوره کې افغانستان دوهم مقام او هندوستان لومړى مقام ګټلى و.










