کابل (پژواک ٢١ وږى ٩٢): امريکا او بريتانيا د فوټبال سوېلي اسيا سياليو د اتلولۍ په ترلاسه کولو افغانستان ته مبارکي ورکړه.
افغانستان پرون د نيپال په پلازمېنه کټمنډو کې د سوېلي اسيا فوټبال سياليو (ساف) په پايلوبه کې هندوستان ته دوه پر صفر ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه، دا د افغانستان په تاريخ کې لومړۍ نړيوال جام و، چې افغانستان ترلاسه کړ.
په کابل کې د امريکا سفارت له خوا د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سفير جيمز کننګهم د خپل حکومت او ولس له لوري د دې بريا ټولو افغانانو ته مبارکي وايي.
هغه زياته کړې: ((زه په دې حيرانوونکې بريا د افغانستان حکومت او ولس ته مبارکي وايم.))
نوموړي زياته کړې، چې د وسله والو طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر ګڼ شمېر لوبو بنديز لګېدلى و، خو دا دى نن د افغانستان فوټبال مسلکي شوى او په کابل کې د فوټبال ليګ هم پيل شوى دى.
د امريکا سفير ويلي، چې دغه بريا او د افغانانو خوښي د دې څرګندومخ کوي چې دوى نور له جګړو او تاوتريخوالي په تنګ شوي او د يوه سوله ييز او پرمختللې افغانستان په هڅه کې دي.
په فيسبوک کې داسې انځورونه خپاره شوي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما هم د افغانستان او هندوستان د فوټبال د بېګنۍ لوبې ننداره کوي، خو تر اوسه په رسمي توګه داسې څه نه دي ويل شوي.
بلخوا په کابل کې د بريتانيا سفارت هم ديوې اعلاميې په خپرولو سره پر دې بريا افغانانو ته مبارکي ورکړې ده.
دبريتانيا سفير ريچارډ سټک ويلي : (( ډير خوښ يم چې په افغانستان کې د فوټبال لوبه د پرمختګ په حال کې ده ، دوى ته په راتلونکي د نورو برياوو هيله کوم.))
دغه راز په کابل کې د بېلابېلو دولتي ادارو او وزارتونو له خوا د فوټبال د بريا د مبارکۍ پيغامونه خپاره شوي دي.










