منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۶ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د سوېلي اسيا د فوټبال سياليو اتلان هېواد ته راستانه شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک ٢١ وږى ٩٢): د افغانستان  فوټبال ملي لوبډله د سوېلي اسيا د فوټبال په سياليو کې د اتلولۍ جام له ګټلو وروسته نن سهار هېواد ته راستنه شوه، چې ولسمشر او زرګونو کسانو يې په کابل هوايي ډګر کې هرکلى وکړ.

افغانستان تېره شپه د پايلوبې په سياليو کې هندوستان ته  دوه پر صفر ماتې ورکړه او سوېلي اسيا د فوټبال سياليو اتل شو.

افغان ملي لوبډله نن سهار نهه بجې  کابل هوايي ډګر ته را ورسېده او د ولسمشر کرزي په ګډون  د يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو او ورزش مينه والو له خوا ورته ګرم هرکلى وويل شو.

د ولسمشرۍ رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزى د کابينې او ملي شورا له يو شمېر غړو سره د ملي لوبډلې ښه راغلاست ته ورغلى و او مبارکي يې ورکړه.

کرزي د ملي لوبډلې هر غړى په غېږ کې نيوه او هڅول يې چې په راتلونکي کې هم هېواد ته دا ډول وياړنې راوړي.

ولسمشر ددغې بريا په مناسبت ټول ملت ته مبارکي ويلې او زياته کړې يې ده:(( افغان زلميانو په خپلې بريا سره وښوده، چې زموږ خلک د  زياتو برياوو او پرمختګ وړتيا لري. ځوانانو مو وښوده، چې د هر ډول مقابلې وړتيا لري او کولى شي خپل هېواد ته لا زيات وياړونه ور په برخه کړي.))

ولسمشر زياته کړه، چې ځوانانو مو يو ځل بيا څرګنده کړه، چې افغانستان د سولې او پرمختګ په لور روان دى او هېڅوک نه شي کولى، چې مخه يې ونيسي .

ټاکل شوې چې نن له غرمې وړاندې د دې ډلې کاروان له هوايي ډګره غازي لوبغالي ته ولاړ شي او هلته د خپلې بريا جشن ونمانځي.

په زرګونو خلک په عامې روغتيا څلورلاره کې هوايي ډګر ته څېرمه  پر ليکه ولاړ وو او د ملي لوبډلې د راتلو هرکلى يې کاوه.

د پژواک خبري اژانس خبريال له سيمې خبر ورکړ، چې دغه ځوانان له ډول او موسيقۍ سره ګډا او خوښـۍ هم کوي.

دوى ملي بيرغونه له ځان سره اخيستي وو او د ((افغانستان دې تل ژوندى او سر لوړى وي)) شعارونه ورکول او د ملي لوبډلې د بريا په وياړ يې خوښي څرګندوله.

د کابل ښاروالۍ کار کوونکي هم د خپلو ځانګړو نارنجي جامو او ملي بيرغونو په اوچتولو  د ملي لوبډلې هرکلي ته  پر ليکه ولاړ وو.

د سيمع الله په نامه يوه ځان وويل: ((افغان د ترهګرۍ او نشه يي توکو له امله په ټوله نړۍ کې بد نوم لري، خو د ورزش له لارې مو ورته وښوده، چې موږ سوله خوښوونکى ملت يو، سوله زموږ حق دى او بايد چې هېواد  ته مو سوله راشي.))

يوه بل کابل ښاري محمد داوود هم وويل: ((له خوښۍ په جامو کې نه ځايېږم، چې له تېرو دريو لسيزو  جګړو او بدختيو وروسته مو په اسيا کې اتلولي وګټله.))

د هغه په خبره، افغان لوبغاړو تر دې وړاندې هم په نړيوالو سياليو کې  اتلولۍ ګټلې او د افغانستان نوم يې ځلولى دى.

وروسته له هغه چې د افغان فوټبال ملي لوبډلې اتلولي وګټله، د کابل ښار اوسېدونکي له ډېرې خوښۍ واټونو ته راووتل او خپله خوښي د ګډاګانو او شعارونو له لارې څرګندوله او ان تر نيمو شپو يې دوام درلود.