کابل (پژواک ٢١ وږى ٩٢): نړيوالو رسنيو د سوېلي اسيا فوټبال سياليو د اتلولۍ په خپلولو سره د افغانستان د ملي لوبډلې ډېره ستاينه کړې او دا يې لويه لاسته راوړنه بللې ده.
افغانستان پرون د نيپال په پلازمېنه کټمنډو کې د سوېلي اسيا فوټبال سياليو (ساف) په پايلوبه کې هندوستان ته دوه پر صفر ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه، دا د افغانستان په تاريخ کې لومړۍ نړيوال جام و، چې افغانستان ترلاسه کړ.
په دغو سياليو کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله ډېره ښه وځلېده، په خپل ګروپ کې يې سريلانکا او بوټان ته ماتې ورکړه، له مالديپ سره يې مساوي کړه، دغه راز په نيمه پاىلوبه کې يې د کوربه نيپال پياوړې لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.
د افغانستان د پرونۍ بريا او اتلولي د کورنيو رسنيو تر څنګ په نړيوالو رسنيو کې هم په پراخه کچه تر پوښښ لاندې راوستل شوى او دا يې د افغانستان لويه لاسته راوړنه بللې ده.
اسټراليايۍ رسنۍ (اېس بي اېس) ليکلي چې افغانستان په ١٩٥٤ زېږديز کال د اسيا د فوټبال فدراسيون غړيتوب ترلاسه کړى و، خو تر اوسه يې په دومره لويه کچه اتلولي نه وه ترلاسه کړې.
سرچينې زياته کړې، چې په هېواد کې له تېرو دريو لسيزو ناخوالو وروسته د افغانستان پرونۍ بريا به د دغه هېواد اوسېدونکو ته لويه خوښي ورپه برخه کړي.
دغې رسنۍ ويلي، چې د افغانستان د فوټبال لوبډلې په دې وروستيو کې ډېر پرمختګونه کړي او يواځې له تېرو څو کلونو راهيسې د فيفا په نړيواله درجه بندۍ کې ډېره پورته راغلې ده.
افغانستان درې کاله مخکې د فوټبال په نړيواله درجه بندۍ کې ١٨٠ مقام کې و، خو اوسمهال په ١٣٩ مقام کې ځاى لري.
د اسټراليا د سوېلي سيمو يوې رسنۍ (ډبليو اې ټوډې) ويلي چې د فوټبال بريا او اتلولي له جګړو څخه ستړو افغانانو ته خوښۍ ور په برخه کړې ده.
د انډين اېکسپرېس په نوم هندي رسنۍ ليکلي چې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې له پرونۍ بريا سره د هندوستان هغه هيله په هوا کې ولاړه، چې پرله پسې درېيم ځل د اتلولۍ خوب يې ليدلى و.
رسنۍ دا هم ليکلي چې افغانستان له هندوستانه د دوو کلونو مخکې د څلور صفر ماتې بدل هم واخيست.
پاکستانۍ رسنۍ (ډي نيوز انټرنېشنل) ليکلي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډلې دوه ځلې د کرکټ په شل اووريزو نړيوالو لوبو کې لوبېدل او د المپيک په تکواندو سياليو کې د دوو برونز مډالونو تر ګټلو وروسته د فوټبال دغه اتلولي يو نوى تاريخ ثبت کړ.
سرچينې ليکلي، چې د افغانستان دغه بريا د هندوستان لپاره لړزوونکې وه، چا چې شپږ وارې د دغو سياليو اتلولي خپله کړې ده.
د پنسلوانيا په نوم يوې امريکايۍ رسنۍ ليکلي: ((غچ اخيستونکي افغانستان د هندوستان د بريا لړۍ ماته کړه او اتلولي يې خپله کړه.))
دې رسنۍ زياته کړې، چې د افغانستان د لوبغاړي مصطفى ازادزوى له ګول وهلو سره دغې لوبدلې بيا شا ته ونه کتل او اتلولي يې خپل هدف وګرځاوه.
د (شنګهاى ډيلي) په نامه يوې چينايي رسنۍ ليکلي، چې افغانستان د لوبو اوږد تاريخ لري، خو تر اوسه يې دويمه لويه بريا نه وه ترلاسه کړې.
د (انډين ايکسپرېس) په نامه رسنۍ ليکلي، چې افغانستان پرون افسانوي کار ترسره کړ او د اتلولۍ د ترلاسه کولو په هوس يې هندوستان ته وچيچل، سرچينې ليکلي، د بدل اخيستلو لپاره يې دوه کاله انتظار وکړ او بالاخره يې پرون له هند څخه خپل بدل واخيست.
فرانسوي اژانس (اې اېف پي) ليکلي چې د افغانستان د فوټبال بريا کابل ښاريانو ته خوښۍ ور په برخه کړې ده.
سرچينې ليکلي چې کابل ښاريانو خپلې خوښۍ د اتڼونو او ډولونو ترڅنګ په هوايي ډزو سره څرګندې کړې او دا ډزې د طالبانو بريدونو له امله نه وې، بلکې د بريا له امله د خپلو ښاريانو له لوري وې.
د (وان کور سن) په نامه امريکايۍ رسنۍ ليکلي چې تر څه باندې يوې لسيزې جګړې وروسته افغانستان په فوټبال کې لومړۍ نړيوال جام وګاټه.
نورو امريکايي رسنيو فاکس نيوز او اى اپي هم په خپلو پاڼو کې د افغانستان بريا تر پوښښ لاندې راوستلې او ليکلي يې دي، چې تر اوږدو جګړو وروسته افغانستان مهمه بريا ترلاسه کړه.
سرچينې زياته کړې، چې تر دې بريا وروسته افغان ملي لوبـډلو په داسې حال کې چې ملي بيرغونه يې پر اوږو و، په ميدان کې يې د خپلو خوښيو څرګندونه کوله.
بي بي سي ليکلي، چې افغانستان په دې بريا سره هندوستان ولړزاوه، تر څو لسيزو جګړو وروسته د افغانستان فوټبال ډېر پرمختګ کړى دى.
د قطر تلويزيون الجزيرې ليکلي، چې افغانستان هندوستان خاموش کړ، سرچينې ليکلي چې هندوستان دغه سيالي پر له پسې ګټلې، خو دغه ځل يې افغانستان مخنيوى وکړ.
امريکايۍ ورځپاڼې (واشنګټن پوسټ) ليکلي، چې تر اوږدو جنګونو وروسته افغانانو تېره شپه د فوټبال د بريا خوښۍ ونمانځله.
رسنۍ د کابل ښار د تېرې شپې د خوښيو، اتڼونو او ډولونو انځورونه خپاره کړي او د افغانستان د بريا ستاينه يې کړې ده.










