منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۸ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

په ولاياتو هم کې لسګونه زره هېوادوالو دفوټبال خوښي ولمانځل

پژواک خبري اژانس
· ۸ دقیقې لوستل · ۴۹ کتنې

کابل (پژواک ٢١ وږى ٩٢): لسګونه زره هېوادوالو په مرکز کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د فوټبال د ملي لوبډلې اتلولي په خوښيو، اتڼونو او ولولو د شپې تر ناوخته پورې ونمانځله.

افغانستان پرون په نيپال کې د سوېلي اسيا فوټبال سياليو (ساف) په پايلوبه کې هندوستان ته دوه پر صفر ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه، دا په نړيواله کچه د افغانستان په تاريخ کې لومړۍ اتلولي وه، چې ترلاسه يې کړ.

له تېرو څو ورځو راهيسې ټول ولس د دې لوبې نه يواځې انتظار ايست، بلکې د ملي لوبډلې د بريا لپاره يې دعاګانې هم کولې.

پرون د لوبې له پيلېدو سره سم د ټول هېواد په لويو او وړو ښارونو کې خلکو په په کورونو، هوټلونو، دوکانونو او ان د واټونو پر سر يې په تلوېزونونو کې لوبه ننداره کوله.

دوى د ملي لوبډلې له خوا د هر ګول په وهلو سره د خوښۍ احساسات څرګندول، چکچکې يې وهلې او غوغا يې جوړوله.

په پايلوبه کې هند ته له ماتې ورکولو سره سم د کابل تر څنګ د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلک له ملي بيرغونو سره سړکونو ته راووتل او خوښۍ يې څرګندولې.

د کندهار ښار په زرګونه اوسېدونکي په داسې حال کې چې هر يوه يې له ځان سره د هېواد ملي بيرغونه لرل، د ښار واټونو ته راووتل، اتڼونه يې کول، ځينو لوبغاړو خلکو ته د رزمي لوبو نندارې وړاندې کولې، له هر موټر څخه د ملي سندرو غږونه هسک وو، يو او بل ته يې مبارکۍ ورکولې او د خپل هېواد بريا يې په شور او ولولو نمانځله.

 

د دې تر څنګ په همدې مناسبت د کندهار ښار په احمد شاهي لوبغالي کې د موسيقۍ کنسرټ جوړ شوى و، چې ملي سندرې يې وړاندې کولې، د والي او نورو چارواکو تر څنګ په زرګونو کسانو په کې ګډون وکړ.

 

د کندهار ښار له ډنډ څلورلارې تر شهيدانو څلورلارې، له سردار مدد خان څلورلارې څخه تر کابل دوه لارې او له لومړۍ عينو مېنې تر دويمې عينو مېنې پورې ټول سړکونه، بازارونه او کوڅې خلکو او موټرونو، چې په ملي بيرغونو پوښل شوي وو، پر سر اخيستې وې.

 

د کندهار ښار يو ځوان جانان مومن وايي، پر خپل ژوند يې نه يادېږي، چې په کندهار کې دې خلک په داسې جمع او جوش خوشحالۍ کړې وي او د خپلو اتلانو بريا دې يې نمانځلې وي.

 

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د کندهار ښار په زرګونو ځوانان، ماشومان او ان سپين ږيري راوتلي وو، له هر موټر څخه د ملي سندرو غږونه اوچت وو، نارې او چيغې وهل کېدې، په بېلابېلو سيمو کې لوبغاړو نندارې وړاندې کولې، اورلوبې کېدې او د زنده باد افغانستان او ژوندي دې وي افغانان نارې وهل کېدلې.))

 

د کندهار ښار د عينو مېنې يوه بل اوسېدونکي خالد وويل، د ده لپاره تر ټولو جالبه دا وه، چې پوليسو هم لکه د عامو خلکو په څېر خوشحالي کوله او له هغوى سره يې يو ځاى اتڼونه کول او له رينجر موټرويې ملي سندرې اورېدل کېدې.

 

دى وايي، د فوټبال لوبغاړو په خپلې بريا سره ټول واټنونه ختم کړل، ټولو د يوه افغان په نوم غږ کاوه او له کوم توپير پرته يې په ګډه يو ځاى خوښي نمانځله.

 

هغه زياته کړه: ((فکر کوم زموږ مشرانو هېڅکله موږ ته خوښي نه ده راکړې، همدا لوبغاړي دي، چې ټولو افغانو ته يې دومره ستره خوښي ورکړه، په کار ده چې ډېر قدردانى يې وشي.))

 

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، مرستيال عبدالقديم پتيال، امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او ګڼ نور چارواکي هم د لومړي ځل لپاره د کندهار ښار شهيدانو څلور لارې ته راووتل او د زرګونو خلکو په منځ کې يې د فوټبال بريا نمانځله.

 

د کندهار تر څنګ په هلمند ولايت کې هم سلګونو خلکو د فوټبال د ملي لوبډلې د برياليتوب په موخه د خوښۍ پروګرامونه پر لاره واچول.

خلک د ښار لارو او پاركونو ته په داسې حال کې راووتل چې ملي بيرغونه ورسره وو او د ملي لوبډلې په بريا يې شعارونه ورکول.

لومړى پروګرام د لښكرګا په ښاروالۍ كې جوړ شوى و چې د اور لوبي تر څنګ ځوانانو يو بل ته مباركۍ وركولې.

تر دې وروسته په كرزي لوبغالي كې هم سلګونه ځوانانو په ورته لوبو تر نيمې شپې پورې د خوښۍ نارې وهلې.

د حاجي عبدالخالق په نوم يوه تن پژواك ته وويل، افغانان كولى شي چې په هره برخه كې پرمختګ وكړي خو ستونزه يې دا ده چې رهبران مو سم نه دي او هميشه يې نفاق ته لمن وهلې.

د جلال اباد ګڼ شمېر ښاريان هم تېره شپه تر ناوخته د پښتونستان په څلورلارې کې په ګډاګانو او نڅاو سره خپله خوښي ونمانځله.

دوى ټولو په يوه خوله ويل، چې افغانانو خپل نوم يو ځل بيا لکه څرنګه يې چې په کرکټ کې ځلولى په فوټبال کې هم وځلاوه.

 

د ښار يوه اوسېدونکي اميد پژواک اژانس ته د فوټبال د ملي لوبډلې پر اتلولۍ خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې دغه اتلولي د يووالي پيغام له ځان سره لري او ټول هېوادوال يې د خوښۍ په ټغر کېنول.

 

نوموړي زياته کړه: ((له دې به لويه خوښي نوره کومه وي چې د فوټبال لوبډلې مو اتلولي خپله کړه.))

 

دغه راز د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې هم تېره شپه زرګونو خلکو د سوېلي اسيا په کچه د فوټبال (ساف) لوبې اتلولۍ بريا لکه جشن ونمانځله.

پرون مازديګر مهال د مزارشريف ښار په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او هند د لوبې له پيل سره سم پر لوی سکرين تلويزونو کې د لوبې ننداره پيل شوه؛ خو له اتو دقيقو وروسته هغه مهال، چې افغانستان هند لومړى ګول وواهه؛ نو ښار د زرګونو نندارچيانو چيغو او ولولو پر سر واخيست.

د مزارشريف ښار په دوو برخو کې د روضې سوېل لوېديځ لور ته د ښاروالۍ په څنډه کې پر لګېدلي لوی سکرين او د روضې سوېل ختيځ لور ته پر بيهقي سړک د غضنفر برج پر لوی سکرين زرګونه ځوانان، ماشومان، او سپين ږيري د لوبې نندارې ته ولاړ وو.

له چا سره د هېواد بيرغونه و، چا پر مخونو د بيرغ درى رنګه رنګونه وهلي وو، ځوانانو په پوره مستۍ او چغو د لوبې ننداره کوله، ماشومان د لويانو پر اوږو سپاره وو او ان سپينږيري هم د لوبې نندارې ته راغلي وو.

هندوستان ته د دويم ګول په ورکولو په ځوانانو کې د خوښۍ احساسات نور هم ډېر شول او ټول ښار يې له چيغو لړزيده او ګڼه ګوڼه دومره ډېره شوه چې موټر يې تر ډېره بند پرېيښي وو.

که څه هم د نندارچيانو شور او مستۍ زياته وه، خو بيا هم کومه ناوړه پېښه رامنځته نه شوه.

څنګه چې د تلوېزون پر سکرين د لوبې ريفري د لوبې د وخت د پای ته رسېدو اشاره وکړه؛ نو نندراچيان په سندرو، نڅا او اتڼونو د نندارې له ځايه ورو ورو وخوځېدل او د روضې شاوخوا سړکونو په هر چوک کې ډلې ډلې تم شول.

دغه شور او جشن د شپې تر څه کم دوولس بجو پورې روان و.

مختار احمد چې له خپلو يوې ډله ملګرو سره د لوبې له نندارې وروسته د جشن يوه برخه وه، پژواک اژانس ته وويل، لومړۍ ځل دی، چې د هېواد د سترې بريا لپاره په جشن کې برخه اخلي.

نوموړي زياته کړه، چې د هر کال په لومړيو شپو ورځو کې د نوي کال جشن هم په مزارشريف کې په شور نمانځل کېږي خو لکه د دغه جشن مستي، خوند او وياړ په کې نه وي.

احمد جاويد خان چې د لوبې ننداره يې له پيله تر پايه د غضنفر برج پر لوی سکرين کتلې وه، پژواک اژانس ته وويل، چې په کور کې يې د لوبې د کتو اسانتيا لرله؛ خو له خلکو سره د ملي خوښۍ شريکولو په موخه سړکونو ته له خپلو ملګرو سره راوتی دی.

نوموړي چې د هېواد جنډه يې له ځانه تاوه کړې وه، په ژړغوني غږ زياته کړه: ((زه نه پوهېږم، چې د خپلې خوښۍ اظهار څنګه وکړم؛ خو خدای دې موږ ته نور غم نه راښيي او دې جشن ټول افغانان سره نږدې کړل او همداسې به سره نږدې و اوسو.))

په هرات ښار کې هم سلګونو کسانو د شپې تر ناوخته پورې د فوټبال د بريا خوښي نمانځله ، ډولونه يې وهل، اتڼونه يې کول په ښار کې له ملي بيرغ سره ګرځېدل.

يو شمېر خلکو د هرات ښار په جوماتونو کې د شکرانو نفلونه ادا کړل.

د هرات ښار د منارونو په سيمه کې يو ٤٧ کلن سړى له خپل کور څخه په داسې حال کې راووت چې د افغانستان زنده باد چيغې يې وهلې.

هغه چې ځان زين الدين معرفي کړ پژواک اژانس ته وويل: ((افغانستان وګټله.)) هغه نوره جمله بشپړه نه کړه، له سترګو يې د خوښۍ اوښکې وبهېدې او جومات ته د شکرانې د لمونځ ادا کولو په موخه ولاړ.

د هرات د نوي ښار سيمې يوه اوسېدونکي يونس سروري د افغانستان د بريا د غږ له اورېدو سره سم خپل دوکان خلاص پرېښود او له خلکو سره د خوښۍ په مراسمو کې ورګډ شو.

هغه پژواک ته وويل: ((نن مې ټوله ورځ ملي لوبډلې لپاره د بريا دعا کړې ده.))

دغه راز په کندوز ولايت کې هم سلګونو کسانو تېره شپه تر ناوخته په فوټبال کې د بريا پر خوښيو تېره کړه. خلکو د ملي بيرغ د لېږدولو تر څنګ خوشالۍ او نڅاګانې کولې.

د کندوز ولايت پوليسو د شپې تر ناوخته پورې د ښار د بېلابېلو سيمو امنيت ټينګ کړى و. د کندوز والي محمد انور جګدلک د هر لوبغاړي لپاره د يوې يوې نومرې ځمکې ورکولو اعلان کړى دى.

دغه راز د باميان ولايت په مرکز کې هم د شپې تر ناوخته پورې خلک راوتلي وو او د خوښۍ څرګندونې يې کولې.

دغه خلک چې شمېر يې سلګونو ته رسېده، پر بېلابېلو سړکونو او څلورلارو وګرځېدل او شعارونه يې ورکول.

دغه راز په فراه، لغمان، زابل، غور، نيمروز ، تخار ، پروان او يو شمېر نورو ولايتونو کې له پرون راهيسې د خوښۍ مراسم پيل شوي او نن هم خلک ښارونو او سړکونو ته راوتلي وو.

په فراه ښار کې پرون تر ماښام وروسته زرګونه کسان راووتل او د فوټبال په بريا يې د خپلې خوښۍ څرګندونې کولې.

په دې ښار کې خلک چې له سترګو يې د خوښۍ اوښکې بهيدې ، تر نيمې شپې پورې په ښار کې په داسې حال کې وګرځېدل چې ملي بيرغونه ورسره وو.