منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۶ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

پکتيکا کې د فوټبال اتلولي په خوښيو او اتڼونو ونمانځل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۲ کتنې

ښرنه (پژواک ٢٣ وږى ٩٢): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې زرګونه خلکو د فوټبال د اتلولۍ خوشحالي په اتڼونو او نيزه وهلو ونمانځله.

په دغو مراسمو کې د پکتيکا پر چارواکو سربېره د مرکز او شاوخوا سيمو زرګونوکسانو ګډون کړی و.

دغه لوبې پرون مازديګر (د وږي ٢٢مه) د ښرنې په ښار کې ترسره شوې.

د مراسمو يوه ګډونوال عبدالروف ذهين پژواک خبري اژانس ته وويل: ((کله چې مې په ټلويزيون د هند پر وړاندې د افغانانو بريا او اتلولي وليده، پر هغې شپه مې له ډېرې خوښۍ ډوډۍ ونه خوړه.))

نوموړي زياته کړه، دا اتلولي د ټولو افغانانو لپاره ستر وياړ اوخوښي ده، چې بايد افغانان يې په لويه کچه نمانځنه وکړي.

د مېلې يو بل ګډونوال ګل محمد پژواک ته وويل، افغانانو يو ځل بيا نړيوالو ته څرګنده کړه، چې دوی له هيچا کم نه دي.

د ده په خبره، نننۍ مېلې ته د پکتيکا له ګڼو سيمو زرګونه خلک راغلي او ټول يې د خپل ملي احساس له مخې دا خوښي په اتڼ او نېزه وهلو سره نمانځي.

د پکتيکا مرستيال والي عطاالله فضلي هم د مېلې په ځای کې پژواک ته خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، د فوټبال د ملي لوبډلې بريا زموږ لپاره يوه تاريخي او نه هېرېدونکي ورځ ده.

ده وويل، ټول افغانان او پکتيکاوال په دې بريا وياړي او د ډېرې خوشحالۍ احساس کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې اتلولۍ په وياړ د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د خوشحالۍ او جشن ځانګړي مراسم ترسره شول.

افغانستان په نيپال کې د سوېلي اسيا فوټبال سياليو (ساف) په پايلوبه کې هندوستان ته دوه _ صفر ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتلولي يې خپله کړه، دا په نړيواله کچه د افغانستان په تاريخ کې لومړۍ اتلولي وه، چې ترلاسه يې کړه.