ژبه

هرات ( پژواک ٢٧ وږى ٩٢) په افغانستان کې د امريکا سفير  نن د هرات په ښار کې په ډله ييز ځانمرګي بريد کې د خپلې کونسلګرۍ له زيانمنې شوې ودانۍڅخه ليدنه وکړه.

د امريکا سفير  جيمز کننګهم د هرات له والي سيد فضل الله وحيدي سره په ګډه خبري ناسته کې د خپلې کونسلګرۍ د بيارغونې او په نږدې ورځو کې د نوي کونسل د کار د پيل خبر ورکړ.

په هرات کې د امريکا کونسلګري، چې د ښار په لوېديځ  په پنځه ستوريز هوټل کې موقعيت لري د تېرې جمعې په ورځ په ډله ييز ځانمرګي بريد کې زيانمنه شوه او په پېښه کې شاوخوا ٣٠ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د امريکا سفير د هغو اتو تنو افغان کارکوونکو په وژل کيدو خواشيني وښوده، چې په کونسلګرۍ کې يې د ملکي قرارداديانو په توګه کار کاوه.

سفير د هرات له والي او هغو افغانو سرتېرو هم مننه وکړه، چې پر کونسلګرۍ د بريد پر مهال يې له نړيوالو ځواکونو سره مرسته کړې وه.

هرات والي سيد فضل الله وحيدي، د امريکا سفير ته د کونسلګرۍ د امنيت ساتنې ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې پر کونسلګرۍ ډله ييز بريد له هيواده بهر پلان شوى و.

والي زياته کړه، چې په بريد کې وژل شوي ترهګر  له جسدونو معلومېده، چې بهرنيان دي، خو نوموړي د کوم هيواد نوم وانه خيست.

په هرات کې د امريکا پر کونسلګرۍ د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى وه.

ورته موضوع