کابل (پژواک ٢٨ وږى ٩٢): د افغانستان کرکټ بورډ د تاجکستان له کرکټ فدارسيون سره د تخنيکي مرستو تر څنګ د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره د لوبو زمينې هم برابروي.
د تاجکستان د کرکټ فدراسيون د مشر رحمت اسلام بېګ په مشرۍ يو پلاوى کابل ته راغلى او د افغانستان له کرکټ بورډ سره يې د همکاريو په اړه خبرې کړې دي.
تاجک پلاوي او د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو د وږي په ٢٨مه په کابل کې د يوې ګډې خبرې پر مهال د ګډو همکاريو ترسره کولو ژمنې وکړې.
په دې خبري غونډه کې د ولسمشر سلاکار وزير او د افغانستان کرکټ بورډ لوى رييس شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد، د تاجکستان کرکټ فدراسيون رييس رحمت اسلام بېګ او د داخلي کرکټ مسوول نعيمي عابد ګډون درلود.
شهزاده مسعود تاجکستاني پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ وويل، چې دواړه هېوادونه د حکومتونو په کچه ښې اړيکې لري او زياته يې کړه چې دوی غواړي د کرکټ په کچه هم خپلې اړيکې پياوړې کړي.
نوموړي وويل: “موږ وياړو چې له ورور اسلامي هېواد تاجکستان سره په تخنيکي او معنوي لحاظ مرستې کوو. دغه بهير زموږ د ادارې پياوړتيا او لاسته راوړنو ښکارندويي کوي.”
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراييوي ډاکټر نورمحمد مراد وويل، چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره به د تاجکستان د کرکټ له فدراسيون سره په دريو برخو کې تخنيکي او معنوي همکاري وکړي.
هغه زياته کړه، چې د همکاريو د دې ژمنې له مخې به د تاجکستان روزونکو او لوبڅارانو ته روزنه ورکوي او د تاجکستان د ملي لوبډلې لپاره به د افغانستان له الف لوبډلې سره د سياليو زمينه برابروي.
د ډاکټر مراد په وينا، د ورېښمو لارې دوامداره پروژې په نوم به د افغانستان الف، د تاجکستان ملي او د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت لوبډلو ترمنځ به د کرکټ سيالۍ په لاره واچول شي او له دې سره په دې سيمه کې کرکټ پرمختګ وکړي.
نوموړي زياته کړه: “زموږ موخه نه يواځې د تاجکستان کرکټ ته وده ورکول دي، بلکې له دې لارې په سيمه کې د کرکټ لوبې د پراخ شهرت لپاره کار کول هم دي.”
ډاکټر مراد وويل، چې په سيمه کې د کرکټ لوبې له ودې او پرمختګ سره دواړو هېوادونو ته اقتصادي ګټې هم رسېږي.
د تاجکستان د کرکټ فدراسيون مشر رحمت اسلام بېګ د افغانستان د کرکټ له ادارې د مننې تر څنګ وويل، چې افغانستان او تاجکستان ګاونډي وروڼه هېوادونه دي او دوى غواړو د ورزش له لارې دا اړيکې نورې هم پياوړې کړي.
هغه د افغانستان د کرکټ بورډ مرستې او همکارۍ د خپل هېواد د کرکټ په پرمختګ کې مهمې وبللې.
نوموړي زياته کړه: “زموږ کرکټ اداره نوې فعاله شوې ده، موږ غواړو چې د افغانستان کرکت بورډ د ادارې له تجربو ګټه پورته کړو او د خپل هېواد کرکټ پياوړى کړو.”
په دې خبري غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د ملي او نولس کلنو لوبډلو د راتلونکو مهمو سياليو د چمتووالي په اړه هم رسنيو ته معلومات ورکړل.
د غونډې په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري د ډالۍ په توګه د تاجکستان کرکټ نولس کلنې لوبډلې لپاره د کرکټ بشپړ وسايل هم ورکړل شول.










