منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۶ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

پلاتيني د فوټبال له فدراسيونه د “يوفا” ملاتړ اعلان کړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۴۸ کتنې

کابل (پژواک ٣١ وږى ٩٢): د اروپا د فوټبال ټولنې د کنفدراسيون (UEFA) مشر له کابل څخه د ليدنې په ترڅ کې د افغانستان د فوټبال له فدراسيون څخه د يوفا ملاتړ اعلان کړ.

د اروپا د فوټبال ټولنې د کنفدراسيون مشر مېشل پلاټيني (Michel Platini) او د فرانسې هېواد د شلمې پېړۍ يو مشهور لوبغاړى، چې په منځنۍ ليکه کې به يې لوبه کوله، تېره ورځ د دغه کنفدراسيون د يوه پلاوي په مشرۍ، افغانستان ته راغلى دى.

نوموړي وويل، چې د ده دغه سفر د افغانستان د فوټبال فدراسيون په بلنه ترسره شوى دى.

نوموړي نن په کابل کې د هېواد د فوټبال فدراسيون له مشر کرام الدين کريم سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې د اروپا ټولنه به د افغانستان د فوټبال د ښوونکو او لوبڅارو د ظرفيت په لوړاوي کې مرسته وکړي.

نوموړي څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د فوټبال افغان ښوونکو او لوبڅارونکو لپاره د افغانستان په دننه او اروپايي هېوادونو کې لنډمهاله او اوږدمهاله کورسونه په لاره واچوي.

مېشل پلاتيني، ٥٨ کاله وړاندې په فرانسه کې زېږېدلى او د ١٩٨٢، ١٩٧٨ او ١٩٨٦ کلونو په نړيوال جام کې د فرانسې ټيم لپاره لوبېدلى دى.

نوموړي د فرانسې ملي لوبډلې لپاره ٧٢ لوبې ترسره کړې دي او په دې موده کې يې ٤١ ګولونه وهلي او له ٢٠٠٧ زېږديز کال څخه راپه دېخوا د فوټبال ټولنې د مشر په توګه دنده ترسره کوي.

کرام الدين کريم د نن ورځې په خبري ناسته کې وويل، چې د افغانستان د فوټبال لوبډلې په دې وروستيو کې ډېر پرمختګ کړى او په دغه ورزشي څانګه کې لوى بدلون راغلى دى.

هغه وويل، د افغانستان د فوټبال فدراسيون هڅه کوي، چې افغانستان په راتلونکو لسو کلونو کې د غوره ليګونو په لاره اچولو او له دغو ډلو څخه د غوره څېرو د ټاکلو په پاى کې يوه پياوړې لوبډله رامنځته کړي.

نوموړي د افغانستان د فوټبال فدراسيون خپلواک کېدل، د هېواد د ملي لوبډلې وروستۍ لاسته راوړنې او د شنو ميدانونو جوړول د دغه فدراسيون له لاسته راوړنو وبلل او زياته يې کړه: “په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د فوټبال د ورزشي لوبغالو شاهدان واوسو.”

د هېواد ولسمشر حامد کرزي، نن له غرمې مخکې له ياد پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

د ولسمشر د وياندوى دفتر د معلوماتو له مخې، په دې ليدنه کې پلاتيني او د اذربايجان هېواد د فوټبال فدراسيون سکرتر جنرال علي خان محمدوف، د افغانستان د فوټبال له ملي لوبډلې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د وږي په ٢١مه، د نيپال په کتماندو ښار کې د په زړه پورې سياليو په پاى کې د هندوستان لوبډلې ته دوه پر صفر ماتې ورکړه او د سوېلي اسيا هېوادونو په منځ کې يې د اتلولۍ جام په ګټلو سره لومړى مقام خپل کړ.