کابل (پژواک ٢ تله ٩٢): د لومړي ځل لپاره په خصوصي توګه په کابل کې د شپږو ولايتونو تر منځ د کرکټ شل اووريزې ولايتي سيالۍ په لاره اچول کېږي.
دغه سيالۍ د تلې په څلورمه نېټه د کابل د احمدشاه بابامېنې په زرملوال کرکټ لوبغالي کې د کرکټ د مرکزي زون او د حاجي غلام جيلاني په نوم د يوه ملي سوداګر له خوا په لاره اچول کېږي.
د کرکټ د مرکزي زون مسوول حاجي عزيزالله فضلي د تلې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو سياليو کې د کابل، ننګرهار، کونړ، خوست، پکتيا او ميدان وردګو ولايتونو منتخبې لوبډلې برخه اخلي.
هغه زياته کړه، چې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې او ١٩ کلنو لوبډلې يو شمېر پخواني او اوسني لوبغاړي هم د بېلابېلو ولايتونو په لوبډلو کې شامل کړى شوي دي.
د فضلي په وينا، هره ورځ به په زرملوال کرکټ لوبغالي کې دوه شل اووريزې سيالۍ په لاره اچول کېږي او په پاى کې به ګټونکې لوبډلې او پياوړو لوبغاړو ته د پام وړ ډالۍ او جايزې هم ورکول کېږي.
ده زياته کړه، چې هر کال به د (زرملوال جام) تر نوم لاندې د کرکټ ولايتي شل اووريزې سيالۍ په لاره واچول شي.
د مرکزي زون کرکټ مسوول وويل، چې د زرملوال کرکټ لوبغالى د ملي سوداګر حاجي غلام جيلاني زرملوال او د ده له خوا د ٢٥٠ زره امريکايي ډالرو په شخصي پانګونې جوړ شوى دى.
د هغه په وينا، د کرکټ دغه ميدان اوس د لوبو لپاره چمتو شوى، خو د بيارغونې ځينې نور کارونه هم په کې روان دي.
دى وايي، چې حاجي زرملوال د نږدې دوه ميليونه ډالرو په ارزښت ١٥ جريبه خپله ځمکه دغه لوبغالي ته ځانګړې کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه لوبغالي د جوړولو چارې پنځه مياشتې مخکې پيل شوې وې او اوس يې ٨٠ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
حاجي عزيزالله د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه، چې د دغه لوبغالي په جوړولو او يادو سياليو په لاره اچولو کې له دوى سره تخنيکي مرسته کړې ده.
د هغه په وينا، د افغان کرکټ اکاډمۍ په نامه يوه عصري اکاډمي هم دلته جوړه شوې او ځوانان په کې کولى شي د روزنې لپاره داخله وکړي.
دى وايي چې ددې سياليو په پيل کې به د زرملوال کرکټ لوبغالى هم په رسمي توګه پرانستل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسوول او د زرملوال کرکټ جام د تخنيکي کمېسيون يوه غړي نظيم جار عبدالرحيمزي پژواک اژانس ته وويل، چې کرکټ د خصوصي سکتور له همکارۍ او ملاتړ پرته پرمختګ نه شي کولى.
هغه زياته کړه، دا ډول سيالۍ چې د خصوصي سکتور له لوري په لاره اچول کېږي، لوبغاړو د روزنې او تمريناتو تر څنګ هغوى ته اقتصادي ګټې هم رسېږي.
د نوموړي په وينا، په يادو سياليو کې د لوبډلو د ګډون کوونکو لوبډلو د شپږو ورځو لګښت او لوبغاړو ته د هرې ورځې لګښت هم ورکول کېږي.
ټاکل شوې، چې يادې سيالۍ د وطن تلويزيون له خوا په ژوندۍ بڼه خپرېږي.










