منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

په کابل کې د زرملوال خصوصي کرکټ لوبغالی پرانستل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

کابل (پژواک ۴ تله ۹۲): په کابل کې د یوه ملي سوداګر له خوا جوړ شوی د کرکټ خصوصي لوبغاړی د تلې په څلورمه د پرانستلو ترڅنګ په کې د کرکټ ولایتي شل اوریزې سیالۍ پیل شوې.

دا لوبغالی په ۱۵ جریبه ځمکه کې چې د یوه ملي سوداګر حاجي غلام جیلاني زرملوال لخوا ورکړل شوی او دافغانستان د کرکټ د مرکزي زون د مسوول حاجي عزیزالله سره په ګډه پانګونې د کابل په احمد شاه بابا مینه کې جوړ شوی دی او اوس هم پکې د بیارغونې چارې روانې دي.

یاد لوبغاړی نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه پرانستل شو، چې پکې د ملي شورا غړی، پخوانیو والیانو، دولتي چارواکو، ملي سوداګرو، قومي مشرانو، د افغانستان کرکټ بورډ استازو، د کرکټ لوبغاړو او مینه والو پکې ګډون کړي وو.

حاجي عزیزالله فضلي پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې لوبغالي د جوړولو چارې پنځه میاشتې مخکې پیل شوې وې.

هغه زیاته کړه چې دا لوبغالی په نړیوال معیار جوړ شوی دی،  چمن ترڅنګ پکې معیاري پیچونه جوړ شوي او د نندارچیانو د ناستې پراخ ځای هم جوړ شوی دی.

د نوموړي په وینا، اوس هم په دې لوبغالي کې ددفتر، د لوبغاړو د اوسیدو او ناستې ځایونه تر کار لاندې دي.

عزیز الله وویل چې پر دې لوبغالي تر اوسه ۲۵۰ زره امریکایي ډالر لګښت راغلي چې دده او حاجي جیلاني لخوا په ګډه ورکړل شوی دی.

دی وایي چې د حاجي جیلاني لخوا د لوبغالي لپاره ورکړل شوې ځمکه شاوخوا دوه میلیونه ډالره ارزښت لري.

حاجي جیلاني پژواک اژانس ته وویل چې کرکټ سره د مینې او د کرکټ د ملي لوبډلې د زیاتو بریاوو او اتلولیو له امله یې دغه لوبغالی جوړ کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د هیواد ملي لوبډله د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هیواد د ملي بیرغ ورپولو او دغه کار دی یې هم دې ته هڅولو چې د کرکټ لوبغاړو ته  د لوبو او تمریناتو د زمینې برابرولو په موخه دا لوبغالی جوړ کړي.

دزرملوال کرکټ لوبغالي پرانستل کیدو سره سم په دې لوبغالي کې د شپږو ولایتونو ( خوست، پکتیا، کابل، میدان وردګ، کونړ او ننګرهار ) ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ هم پيل شوې.

حاجي عزیزالله وویل چې نن په لومړۍ کې کونړ خوست او میدان وردګ پکتیا ولایت ته ماتې ورکړه.

د میدان وردګو ولایت د لوبډلې کپتان بابرځدران پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا ډول لوبغالو جوړیدو سره لوبغاړو ته د تمریناتو او زیاتو لوبو چانس برابریږي.

هغه له نورو ملي سوداګرو هم وغوښتل چې دا ډول لوبغالي جوړ کړي.  

د نن ورځې په لوبو کې د میدان وردګو لوبغاړی حضرت ځاځی ښه وځلید او سلیزه یې ووهله.

د نن ورځې لوبې ته سلګونه نندارچیان هم راغلي وو او لوبغاړي یې تشویقول.

ټاکل شوې ده، چې سباته د کابل ، کونړ، ننګرهار او پکتیا ترمنځ لوبه ترسره شي.