منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۷ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د څلورو ولایتونو لوبډلې د کرکټ شل اووریزو سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

کابل ( پژواک ۶ تله ۹۲ ) : په کابل کې د کرکټ ولایتي سیالیو په لړ کې خوست کابل او د ننګرهار ولایت لوبډلې میدان وردګو ته ماتې ورکړه.

 

دا سیالۍ د تیرې پنجشنبې په ورځ د کابل داحمدشاه بابا مینې دزرملوال کرکټ خصوصي لوبغالي کې پیل شوۍ دي چې پکې د ننګرهار، کونړ، کابل، میدان وردګ، خوست او پکتیا لوبډلو برخه اخیستې ده.

 

ددې سیالیو یو تن تنظیموونکي حاجي عزیز الله د تلې په ۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن ددسیالیو په دریمه ورځ هم دوه سیالۍ ترسره شوې.

هغه زیاته کړه چې لوبه د خوست او کابل ترمنځ ترسره شوه، چې د خوست په بریا پای ته ورسیده.

د خوست لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۹۰ منډې جوړې کړ.

د کابل لوبډله یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او د اتو لوبغاړو په سوځیدو یې په ۲۰ اورونو کې ۱۷۰ منډې وکړې.

حاجي عزیزالله وایي چې تر غرمې وروسته دویمه لوبه د ننګرهار او میدان وردګو ترمنځ ترسره شوه، چې د ننګرهار په بریا پای ته ورسیده.

د هغه په وینا، ننګرهار لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو یې ۲۱۴ منډې وکړې، شبیر نوري ۷۵ او نجیب ترکي ۶۵ منډې وکړې.

د میدان وردګو لوبډله یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۸۰ منډې وکړې.

د ګروپي سیالیو پای ته رسیدو وروسته د ننګرهار، کونړ، خوست او میدان وردګو لوبډلې نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

سبا لومړۍ نیمه  پای لوبه د خوست او میدان وردګو او دویمه د ننګرهار او کونړ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

دا سیالۍ د زرملوال خصوصي کرکټ لوبغالي دپرانستې په ویاړ په لاره اچول شوې دي چې د ملي سوداګر حاجي جیلاني زرملوال په خصوصي پانګونې جوړ شوی دی.