منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۶ غ.م
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

کونړ او خوست د زرملوال کرکټ سیالیو پای لوبې ته ووتل

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

کابل ( پژواک ۷ تله ۹۲ ) : په کابل کې د کرکټ ولایتي سیالیو په لړ کې د خوست  او کونړ لوبډلو خپلو سیالو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو پای لوبې ته پیدا کړه. 

 

دا سیالۍ د تیرې پنجشنبې په ورځ د کابل داحمدشاه بابا مینې دزرملوال کرکټ خصوصي لوبغالي کې پیل شوۍ دي چې پکې د ننګرهار، کونړ، کابل، میدان وردګ، خوست او پکتیا لوبډلو برخه اخیستې ده.

ددې سیالیو یو تن تنظیموونکي حاجي عزیز الله د تلې په ۷ مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن ددې سیالیو د نیمه پای لوبې سیالۍ ترسره شوې.

هغه زیاته کړه چې لومړۍ لوبه د خوست او میدان وردګونو ولایتونو ترمنځ ترسره شوه،چې د کونړ په بریا پای ته ورسیده.

فضلي وویل چې خوست لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ی ۱۷۷ منډې جوړې کړې.

د میدان وردګو لوبډله یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او لوبډله یې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۲ منډې وکړې.

حاجي عزیز الله وایي چې تر غرمې وروسته دویمه لوبه د کونړ او ننګرهار ترمنځ ترسره شوه، چې د کونړ په بریا پای ته ورسیده.

 د ننګرهار لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۶۶ منډې وکړې ، شبیر نوري ۴۴ منډې وکړې.

د کونړ لوبډله یاد هدف په نولسم اوور کې د  ۷ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

سبا به د سهار په نهو پجو دکونړ او خوست ترمنځ ددې سیالیو پای لوبه ترسره شي.

 

دا سیالۍ د زرملوال خصوصي کرکټ لوبغالي دپرانستې په ویاړ په لاره اچول شوې دي چې د ملي سوداګر حاجي جیلاني زرملوال په خصوصي پانګونې جوړ شوی دی.