کابل ( پژواک ۸ تله ۹۲ ) : دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د کینیا لوبډلې ته په شل اووریزه لوبه کې لویه ماتې ورکړه.
دا لوبه دتلې په ۸مه، د افغانستان په وخت د ماخوستن په اته نیمو بجو د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ فرید هوتک له شارجې څخه د ټیلیفون په لیکه پژواک خبري اژانس ته وویل جې ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې پخپله د بیټنګ کولو پریکړه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۲ منډې وکړې او کینیا ته یې د ۱۶۳ منډو هدف کیښود.
دافغانستان له لوري اصغر ستانکزي ۴۳، سمیع الله شینواري ۳۹ ، شهزاد محمدي ۳۶ او محمد نبي ۲۶ منډې جوړې کړې.
هوتک وایي چې د کینیا لوبډله یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د کینیا ټوله لوبډله په ۵۶ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۱۰۶ منډو په توپیر سره وګټله.
د افغان توپ اچوونکو له لوري حمید حسن ۳ ، میرویس اشرف ۲ ، سمیع الله شینواری ۲، همزه هوتک ۱ ، او شاه پور ځدران هم یو لوبغاړی وسوځول.
سمیع الله شینواری ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
افغانستان به له کینیا سره دوه یو ورځنۍ لوبې او د لویو وچو کپ سیالیو په لړ کې یو څلور ورځنۍ لوبه هم ترسره کوي.
د کرکټ بورډ ویاند وایي چې دوه یو ورځنۍ لوبې افغانستان لپاره ډیرې مهمې دي او د ګټلو په صورت کې به افغانستان نیغ په نیغه د۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړي.










