منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۶ غ.م
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د کونړ لوبډله د زرملوال کرکټ ولايتي سياليو اتلولي خپله کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

کابل (پژواک ٨ تله ٩٢): په کابل کې د زرملوال کرکټ ولايتي سياليو په پاى کې لوبه کې د کونړ ولايت لوبـډلې خوست ته ماتې ورکړه.

دا سيالۍ تېره اونۍ د شپـږو ولايتونو (کونړ، ننګرهار، ميدان وردګ، خوست، پکتيا او کابل ) لوبډلو په ګډون پيل شوې وې او نن پاى ته ورسېدې.

د دې سياليو پاى لوبې ته د کونړ او خوست لوبـډلو لاره موندلې وه، چې نن د کابل د احمدشاه بابا مېنې د زرملوال خصوصي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د دې سياليو يوه تنظيموونکي حاجي عزيزالله فضلي د تلې په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پاى لوبې لومړى بېټينګ د کونړ لوبډلې ترسره کړ.

هغه زياته کړه، چې د کونړ لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٠ منډې وکړې او خوست ته يې د ١٨١ منډو هدف ورکړ.

فضلي وايي، د کونړ له لوري ذبيح الله ٦٢، سيف الرحمن ٢٨ او نواب خانجي ٢٠ منډې وکړې.

د خوست ولايت لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ١٩ اورونو کې په ١٤٦ منډو وسوځېدله او دغه راز دا لوبه د کونړ لوبډلې وګټله او د دې سياليو اتلولي يې هم خپله کړه.

د خوست له لوري خالد ٣٥، رحمان الله ٢٧ او احسان الله ٢١ منډې جوړې کړې.

د کونړ لوبغاړى ذبيح الله چې ٦٢ منډې يې کړې وې او درې لوبغاړي يې هم وسوځول، د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

دغه راز د خوست خالد د سياليو غوره لوبغاړى، محمود شينوارى غوره توپ اچوونکى او ذبيح الله غوره توپ وهونکى اعلان شو.

د دې سياليو په پاى کې د زرملوال کرکټ لوبغالي مسوول ملي سوداګر حاجي جيلاني زرملوال، د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجرايوي رييس دوست محمد نظري، د کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي او يو شمېر نورو چارواکو او ملي سوداګرو له خوا پر لوبغاړو انعامونه او جايزې ووېشل شوې.

دوست نظري د خصوصي سکتور او ملي سوداګرو له خوا دا ډول اقدامات د ستاينې وړ وبلل او له نورو ملي سوداګرو يې هم وغوښتل، چې ورته کارونه ترسره کړي.

هغه د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې يادو سياليو سره هم کرکټ بورډ  تخنيکي مرسته کړې وه.