منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۲ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان تاریخ جوړ کړ، د کرکټ نړیوال جام ته یې لاره پیدا کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

کابل (پژواک ۱۲ تله ٩٢):  افغانستان د کرکټ په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هم کینیا ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۵ کال د یو ورځني کرکټ نړیوال جام ته یې لاره پیدا کړه.

 د کینیا د کرکټ لوبډلې په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته د ګټلو لپاره د ۹۴ منډو هدف ورکړ.

دا لوبه د ٢٠١٥ کرکټ نړيوال جام ته د لار موندلو په ترڅ کې د کرکټ د نړيوال ليګ سياليو برخه وه، افغانستان تر اوسه په دې سیالیو کې ۱۵ نومرې درلودې او پکار وه، چې له کینیا څخه دوه یو ورځنۍ لوبې وګټي، ددې دواړو لوبو له ګټلو سره د افغانستان نومرې ۱۹ شوې او نړیوال جام ته یې لاره پیدا کړه، ایریلینډ تر دې مخکې په دې سیالیو کې د لومړي مقام ترلاسه کولو سره نړیوال جام ته لاره پیدا کړې وه.  

د افغانستان او کینیا ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ۱۲مه د متحده عربي اماراتو د شارجې له لوبغالي څخه د ټيلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه افغانستان  وګټله او لومړى يې کینیا ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان د توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د کينيا ټوله لوبـډله په۴۵ اوورنو کې په۹۳ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ګټلو لپاره د ۹۴ منډو هدف وټاکه.

هوتک وويل، چې د افغانستان له لوري حمزه هوتک ۳، حمید حسن۲ ، نبي عیسی خیل ۲  او کریم صادق ۲  لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وکولی شول، چې دغه لوبه په یویشتم اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د ملي لوبډلې له لوري لوبډل مشر محمد نبي عیسی خیل تر ټولو ښه وځلید او له سوځیدو پرته یې ۴۶ منډې جوړې کړې. دغه را نوروز منګل ۱۹ او حشمت الله شاهدي ۱۳ منډې جوړې کړې.

 

محمد نبي عیسی خیل ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

ددې بریا سره افغانستان د کرکټ نړیوال جام ته چې په ۲۰۱۵ کال کې په اسټرالیا کې ترسره کیږي، لاره پیدا کړه.

افغانستان یواځینی هیواد دی چې په کمه موده کې یې لویه لاسته راوړنه ولرله.

دې بریا سره سم زرګونه هیوادوال په کابل او ولایتونو کې سړکونو ته راووتل په ډولونو او اتڼونو یې خوشحالۍ څرګندونې وکړې.