واشنګټن ( پژواک ۱۹ تله ۹۲ ) : د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي ځل لپاره په افغانستان کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ( ا یساف) ماموریت دیوه کال لپاره وغځاوه.
دغه پریکړه پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو دامنیت شورا په ځانګړې غونډه کې وشوه، د امنیت شورا غړو په یوه اتفاق سره د ایساف ماموریت دیوه بل کال لپاره د غځولو رایه ورکړه.
دامنیت شورا په غونډه کې د اسټرالیا استازي وړاندیز وکړ، چې په افغانستان کې امنیت سم دی او اوس هم ددغه هیواد نا امني د نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کوي، ځکه نو باید په افغانستان کې د نړیواله سوله ساتي ځواک ایساف ماموریت د ۲۰۱۴ کال د دسمبر تر ۳۱مې پورې وغځول شي.
په یاده غونډه کې دغه راز افغان ملي ځواکونو ته د ټول افغانستان دامنیت د مسوولیتونو دلیږد هرکلی وشو .
د امنیت شورا په غونډه کې هوډ څرګند شو، چې د افغان ملي ځواکونو ملاتړ ته به ادامه ورکول کیږي، دغه راز دامنیت شورا پر ایساف او ناټو غږ کړی چې له افغان حکومت سره له نږدې همکار او ملاتړ پاتې شي.
دامنیت شورا په داسې کال کې دایساف ماموریت دیوه بل کال لپاره وغځاوه، چې ناټو لا دمخه اعلان کړی چې په ۲۰۱۴ کال په پای کې دایساف ماموریت پای ته رسیږي.