منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۶ غ.م
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

شاهین اسمایي د فوټبال دغوره لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۳ کتنې

کابل ( پژواک ۱۹ تله ۹۲ ) : دافغانستان دفوټبال غوره لیګ سیالیو په پای لوبه کې د مرکزي زون شاهین اسمایي لوبډلې د شمال زون سیمرغ البرز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.

دا لوبه د تلې په ۱۹مه، ترغرمې وروسته د کابل ښار د ګول د پروژې په لوبغالي کې ترسره شوه، چې شاوخوا اوه زره کسان یې نندارې ته راغلي وو.

ددې لوبې په لومړیو ۴۵ دقیقو کې که څه هم دواړو لوبډلو چانسونه ترلاسه کړل، خو هیڅ یوې لوبډلې په ګولو وهلو بریالۍ نه شوه.

د لوبې په دوهمه برخه کې لومړی د شاهین اسمایي لوبډلې ګول وواهه ، داسې ښکاریده، چې دوی لوبه ګټلې، خو د لوبې په وروستیو دقیقو کې دسیمرغ البرز لخوا ګول وهلو سره دا لوبه برابره شوه.

د لوبې لوبڅارانو د لوبې تر مساوي پاتې کیدو وروسته پریکړه وکړه چې ۳۰ دقیقې نور دواړو لوبډلو ته وخت ورکړی شي.

په اضافي وخته کې د شاهین اسمایي لخوا دوه نور ګولونه ووهل شول او دغه راز دوی دا لوبه د یو په مقابل کې په دریو ګولونو وګټله.

د شاهین اسمایي لخوا حشمت بارکزي دوه ګولونه ووهل .

د افغانستان غوره لیګ سیالۍ دروشن مخابراتي شرکت په مالي مرسته په لاره اچول شوې وې او دطلوع تلویزیون لخوا په ژوندۍ بڼه ښودل کیدل.