منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۶ غ.م
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

کینیا په وروستۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۵ کتنې

کابل ( پژواک ۱۹ تله ۹۲) د کینیا د کرکټ ملي لوبډله په پنځمه او وروستۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

دا وروستۍ شل اووریزه لوبه د تلې په ۱۹مه، تر ماښام  وروسته د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له شارجې څخه دټیلیفون په لیکه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې لوبه پچه کینیا وګټله او لومړی یې د بیټنګ پریکړه وکړه.

هغه زیاته کړه چې د کینیا توپ وهونکو د معمول پر خلاف ډیره ښه او په احتیاط سره لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۴۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.

په دې لوبه کې دافغانستان له لوري حمید حسن، سمیع الله شینواري، حمزه هوتک او کریم صادق د کینیا یو یو لوبغاړی وسوځول.

د هغه  په وینا، دافغانستان د کرکټ ملي لوبډله  ونه شو کړای چې یاد هدف ترلاسه  کړي او په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۱۵ منډې جوړې کړې.

د ملي لوبډلې له لوري نوروز منګل ۳۵، شهزاد محمدي ۱۸ او اصغر ستانکزي ۱۶ منډې جوړې کړې.  

ملي لوبډلې تر دې مخکې کینیا ته په یوه څلور ورځنۍ، دوو یو ورځنیو او یوه شل اووریزه لوبه کې  ماتې ورکړې وه.