ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډله نن هېواد ته راستنه شوه

د کرکټ ملي لوبډله نن هېواد ته راستنه شوه

author avatar
12 Oct 2013 - 18:20
د کرکټ ملي لوبډله نن هېواد ته راستنه شوه
author avatar
12 Oct 2013 - 18:20

کابل (پژواک ٢٠ تله ٩٢): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، چې په متحده عربي اماراتو کې يې د کينيا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره نړېوالو جام ته لاره پيدا کړه، نن مازديګر هېواد ته راستنه شوه. 

 د کرکټ ملي لوبډلې، د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کينيا لوبډلې ته په يوه شل اوريزه لوبه، دوه يوه ورځنۍ لوبو او په يوه څلور ورځنۍ لوبې کې سخته ماته ورکړه، خو له کينيا څخه يې په اخېرنۍ شل اوريزه لوبه کې ماتې وخوړه.

ټاکل شوې، چې د ٢٠١٥ زېږديز کال د ٥٠ اوريزو نړيوال جام سيالۍ په اسټراليا او نيوزيلېنډ هېوادونو کې تر سره شي.

  د هېواد د کرکټ ملي ټيم نن مازديګر څه کم پنځه بجې په داسې حال کې هېواد ته راستون شو، چې د کرکټ سلګونو پلويانو، ځينو دولتي چارواکو او د ملي شورا غړو، د کابل نړيوال هوايي ډګر کې ترې هر کلى وکړ.

 دغه راز لسګونه موټر ، چې د هېواد په ملي بيرغ ښايسته شوي وو،  د هېواد د کرکټ ملي اتلانو ته د هر کلي په موخه د کابل هوايي ډګر ته لېږدول شوي وو.

 د کرکټ ملي ټيم لوبغاړي، کابل هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته په داسې حال کې د غازي لوبغالي پر لور حرکت وکړ، چې زرګونو کسانو د کابل هوايي ډګر د سړک په اوږدو کې صفونه جوړ کړي و او د هېواد له اتلانو يې هر کلى کاوه.

 د هېواد د کرکټ ملي ټيم له اتلانو په غازي لوبغالي کې هم د کرکټ لوبډلې د مينه والو په ګډون، ځينو دولتي چارواکو، د سياسي ګوندونو مشرانو، د ملي شورا غړو او د هېواد د اولمپيک ملي کمېټې چارواکو په ډېره خوشالۍ او د لاسونو په پړکولو د هغوى غاړو ته د ګلونو ګېډۍ په ور اچولو سره، له هغوى تود هر کلى وکړ.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.