Language

له کندهاره هندوستان ته ٥٠ زره ټنه پياز صادر شوي

کندهار (پژواک ٢٠ تله ٩٢): که څه هم په تېر کې له کندهار ولايت څخه بهر ته بېلابېلې مېوې لکه انګور، انار، خټکي او نور صادرېدل، خو دا لومړى ځل دى، چې له کندهار څخه په زياته کچه پياز هم هندوستان او پاکستان  ته صادرېږي.

د کندهار ولايت کروندګر وايي، سږ کال يې له يوه پلوه پيازو ښه حاصلات ورکړي وو او له بله پلوه ورته له هېواد څخه د باندې ښه مارکېټ هم پيدا شوى، چې هغوى ورته ډېر زيات خوشحاله دي.

ډنډ، ارغنداب، ژيړۍ او پنجوايي د کندهار هغه ولسوالۍ دي، چې د نورو په پرتله پکې سږ کال په زياته کچه پياز کرل شوي او ښه حاصلات يې ورکړي دي.

د ډنډ ولسوالۍ يوه کروندګر حاجي نظر محمد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((سږ کال مې پر خپله ځمکه ډېر پياز کرلي وو، چې ښه حاصلات يې ورکړي او د نورو کلونو په پرتله يې ډېره ګټه راته کړې ده.))

هغه زياته کړه، په لومړيو کې زړه نا زړه و، چې که ډېر پياز وکري، نو د حاصلاتو ټولولو پر مهال به خراب شي، خو ښه خبره دا ده، چې اوس مهال پياز نه يوازې دا چې نږدې ولايتونو ته وړل کېږي، بلکې د لومړي ځل لپاره يې ډېره برخه هندوستان او پاکستان ته هم ولېږدول شول.

نوموړى د پيازو د حاصلاتو د ډېروالي لامل په جېوې شوې ځمکه کې د هغو کرل ګڼي، چې هم اوبه لږې غواړي او هم يې حاصلات ښه کېږي.

د محمد نادر په نوم د ارغنداب ولسوالۍ يو بزګر هم وايي، چې سږ کال يې پياز ښه بيه لري، چې له مخې به يې تر نورو کلونو ګټه زياته وي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((پخوا هم موږ پر خپلو ځمکو پياز کرل او ښه حاصلات يې ورکول، خو دا چې له کندهار پرته به نورو ځايونو ته د خرڅلاو لپاره نه لېږل کېدل، نو خراب به شول او په دې توګه به يې موږ ته هيڅ ګټه و نه کړه.))

هغه زياته کړه، پخوا به چې د پيازو حاصلات ورسېدل، نو يو دم به يې بيه هم ورسره راټيټه شوه، دا چې پياز به د کندهار د خلکو د اړتيا تر اندازې زيات وو، چا رانيول هم نه، چې په دې توګه به يې ډېر زيان کروندګرو ته اوښت.

د نوموړي په وينا، سږ کال نه يوازې دا چې پياز يې په خپله په کندهار ښار کې هم ښه بيه لري، بلکې نورو ولايتونو او دغه راز له افغانستان څخه بهر هم لېږدول کېږي، چې هغوى ته يې ډېره ګټه کړې ده.

دى وايي، د پيازو ډېر پلور کروندګر تشويق کړي، چې په خپلو ځمکو کې ډېر پياز وکري.

په کندهار ښار کې د پيازو يو پلورونکى فيض الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال پيازو د کروندګرو تر څنګ هغوى ته هم ښه ګټه کړې ده، ځکه نورو ولايتونو او بهر ته يې لېږد دلته په کندهار کې هم بيه تر پخوا يو څه لوړه کړې ده.

هغه زياته کړه، دا مهال په کندهار کې د يو من (٤،٥ کيلوګرامه) پيازوه بيه له ٧٠ تر ٨٠ افغانيو پورې رسېږي، چې پخوا دغه بيه له پنځوسو تر شپېتو افغانيو پورې وه.

د کندهار ولايت د سوداګرۍ خونو مسوولين وايي، چې په تېرو څو اوونيو کې له کندهار ولايت څخه بهر ته دومره ډېر پياز صادر شوي، چې په تېرو کلونو کې يې سارى نه ليدل کېږي.

د سوداګر خونې مرستيال انجينر عبدالباقي بينا پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له ښه مرغه سږ کال په کندهار کې پيازو ښه حاصل ورکړى و، چې په همدې اساس په ځانګړي ډول هندوستان ته دومره ډېر صادر شول چې په تېر کې هيڅ نه وو لېږل شوي، دا د کښته طبقې د کرندګرو لپاره يو لوى زېرى دى.))

هغه زياته کړه، د لومړي ځل لپاره له کندهار څخه يوازې هندوستان ته ٥١٦٩ ټنه پياز صادر شوي، چې مجموعي ارزښت يې څه له پاسه ٢ ميليونه امريکايي ډالر کېږي.

دى وايي، په ناراجسټر شوې توګه پاکستان ته هم ډېر پياز لېږدول شوي، چې کره اندازه يې معلومه نه ده.

د نوموړي په وينا، په تېر کې به چې خلکو د پيازو حاصلات ټول کړل، د مناسب بازار د نشتوالي له امله به يې هم بيه ټيټه وه او هم به خراب شول.

بينا وويل، دغه اقدام کروندګر ډېر زيات خوشحاله کړي او دې ته يې هڅولي دي، چې راتلونکى کال به نور هم ډېر پياز کري.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين هم وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې د پيازو حاصلات ډېر وو، چې له مخې يې د لومړي ځل لپاره بهر ته هم صادر شوي دي.

د کرنې رياست د ترويج مديريت مرستيال شاه محمد وايي، د پيازو د حاصلاتو د ډېروالي لامل د هغوى له خوا کروندګرو ته پر وخت لارښوونې وې.

دى وايي، د يو شمېر ولسواليو کروندګرو ته يې لارښوونه کړې وه، چې پياز په جيوې شوې ځمکه کې وکري، چې هم اوبه لږ غواړي او هم يې حاصلات ښه کېږي.

هغه وويل، د کرنې رياست له کروندګرو سره په دې برخه کې خپلې مرستې زياتوي، چې له مخې به يې په راتلونکي کې نه يوازې د پيازو بلکې د نورو مېوو او سبو حاصلات هم ښه شي.

پياز د کندهار په ډېرو ولسواليو کې کرل کېږي، خو سږ کال ډېر پياز په ډنډ، ارغنداب، ژيړۍ او پنجوايي ولسواليو کې کرل شوي وو.