منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.م
۹°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان د اسيا د تنکيو ځوانانو په ١٦ مخکښو لوبډلو کې ځاى پيدا کړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۹ کتنې

کابل (پژواک ٢٧ تله ٩٢): د افغانستان د تنکيو ځوانانو د فوټبال لوبډلې، د اسيا د فوټبال له څوارلسو کلونو ښکته د تنکيو ځوانانو وروستي پړاو ته، چې په ٢٠١٤ کال کې ترسره کېږي، لاره ومونده.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان لوبډلې لاسته راوړنې، د اسيا د فوټبال د تنکيو ځوانانو د لومړنيو سياليو د ترسره کولو پلاوي په وروستۍ ارزيابۍ کې، ځانګړې شوې دي. 

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو سياليو وروستى پړاو به د اسيا لويې وچې له څلورو زونونو څخه د ١٦ لوبډلو په ګډون، په ازبکستان هېواد کې ترسره شي.

سرچينې زياته کړې، چې د سوېلي کوريا، جاپان، چين او شمالي کوريا هېوادونو لوبډلې په ختيځ زون، د افغانستان، ازبکستان، تاجکستان او پاکستان هېوادونو لوبډلې په مرکزي زون او د ايران، سوريې، عربستان او عراق لوبډلې د دغو سياليو په لوېديځ زون کې ځاى لري.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې له اسيا او اقيانوسيه زون څخه به په دغو سياليو کې د اسټراليا، ختيځ تيمور، ماليزيا او تايلنډ هېوادونو لوبډلې ګډون وکړي.

دا لومړى ځل دى، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسيا د ١٦ مخکښو او بېلابېلو عمر لرونکو لوبډلو کې ځاى پيدا کوي.