ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغيس د ولايتي شورا پخوانى غړى ووژل شو

د بادغيس د ولايتي شورا پخوانى غړى ووژل شو

author avatar
22 Oct 2013 - 17:53
د بادغيس د ولايتي شورا پخوانى غړى ووژل شو
author avatar
22 Oct 2013 - 17:53

هرات (پژواک ٣٠ تله ٩٢): امنيتي چارواکي وايي، چې د بادغيس مشهور قومي مشر او د ولايتي شورا پخوانى غړى د ناپېژانده وسله والو په بريد کې ووژل شو.

دا پېښه تېره شپه د هرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د اوبې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال شېراقا الکوزي د تلې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بادغيس د ولايتي شورا پخوانى غړى امير توکل پرته له دې چې امنيتي ځواکونه په جريان کې کړي اوبې ولسوالۍ ته راغلى و.

هغه زياته کړه، چې تېره شپه ناپېژانده وسله والو امير توکل وژلى او هغوى په تېښته بريالي شوي دي.

شېراقاوايي، چې پوليسو په دې تور دوه تنه شکمن نيولي خو هڅه کوي چې قاتلين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

نوموړي دا هم له امکان څخه لرې ونه باله چې امير توکل به د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوى وي.

د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال پژواک ته وويل، چې دوى هم د امير توکل له وژل کېدو خبر شوي دي.

امير توکل چې ٧٥ کلونه يې عمر درلود، د بادغيس ولايت د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکى و او د پښتنو ناقلينو څخه و، نوموړى پخوانى جهادي قوماندان او قومي مشر و.

د ٢٠٠٩ زېږديز کال پر مهال د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې يې زوى او دوه ورېرونه وژل شوي وو.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.