کابل (پژواک ٣٠ تله ٩٢): په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ د شل اووريز نړيوال جام د غوراوي سياليو لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيالۍ راتلونکې مياشت (د لړم په ٢٤مه) په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي چې دوه اونۍ به دوام وکړي.
هغه زياته کړه، چې په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون ١٦ لوبډلې برخه اخلي چې شپږ غوره لوبـډلې به يې د شل اووريز نړيوال جام ته لاره پيدا کوي.
هوتک وويل، چې دا لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوې، په الف ګروپ کې ايرلينډ، کاناډا، هانګ کانګ، اېټاليا، نميبيا، يوګندا، امريکا، متحده عربي امارات او نميبيا او په ب ګروپ کې افغانستان، برمودا، ډنمارک، هالنډ، نيپال ، کينيا، پاپوانيو ګيني او سکاټلينډ شامل دي.
ټاکل شوې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د ٢٠١٤ کال په مارچ مياشت کې په بنګله دېش کې ترسره شي.
د يادو سياليو لپاره د افغانستان اعلان شوې لوبډله په لاندې ډول ده.
محمدنبي عيسى خېل (کپتان) محمد شهزاد محمدي، کريم خان صادق، نوروز خان منګل، حميد حسن، سميع الله شينوار، ميرويس اشرف، شفيق الله شفق، حمزه هوتک، شاه پور ځدراڼ، نور علي ځدراڼ، دولت ځدراڼ، ګلبدين نايب، نجيب ځدراڼ او افسر ځاځى.
د يادونې ده افغانستان د کرکټ ملي لوبډله څو ورځې کينيا ته په ماتې ورکولو سره د ٢٠١٥ کال د ٥٠ اووريزو سياليو نړيوال جام ته هم لاره پيدا کړه.
تر دې مخکې ملي لوبډلې دوه ځلې په ويسټ انډيز او هندوستان کې ترسره شوو د کرکټ د شل اووريزو سياليو نړيوالو جامونو ته لاره پيدا کړې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرايوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد د ملي لوبډلې له بشپړ چمتووالي يادونه وکړه او ويې ويل، چې دوی د خپلو ملي لوبغاړو پر وړتياو باور لري.
هغه هيله څرګنده کړه، چې ملي لوبـډله به د شل اووريزو سياليو نړيوال جام ته هم لاره پيدا کړي.










